«آلمان له کابل څخه د انسانانو په انتقال کي ډېر ورو دی»
۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبهد مستند فلمونو جوړونکې آلمانۍ فعاله، تېرېزا بروير د آلمان په حکومت نيوکي کړي دي چي په کافي سرعت سره له کابل څخه د انسانانو په انتقال کي پاته راغلی دی. هغې تنقېد کړی دی چي د افغانستان له پلازمېني څخه د انسانانو د ژغولو آلمانی ماموريت ډېر کرار دی.
پنځه دېرش کلنې تېرېزا بروير د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۶ نېټه) د آلمان په يوه تلويزيوني خپرونه کي يادي څرګندونې وکړې.
بروير وويل: «هغه ليسټونه چي له مخي يې انسانان له افغانستان څخه آلمان ته را انتقال کيږي، بايد چي پرانستل سي او په مټ يې لا زيات کسان وژغورل سي.»
بروير د « Luftbrücke Kabul» يا «هوايي پل کابل» په نوم د مرستندويه پروژې له بنياد ايښودونکو څخه يوه ده. دغه مرستندویه پروژه د دې له پاره جوړه سوې چي و محافظت ته اړتيا لرونکي انسانان له کابل څخه د هوايي دهلير له لاري راوباسي.
دغې فعالې زياته کړه چي پروژې يې په تيرو مياشتو کي په سلونو انسانان له کابل څخه را ايستلي او دا چي د يو شمير نورو د را ايستلو له پاره چمتو والی نيول کيږي. هغې وويل: «موږ ښايي نن شپه زرم کس له افغانستان څخه راوباسو.»
فلم جوړوونکې بروير په افغانستان کي دوه کاله ژوند کړی دی. هغې هلته د غره ختونکو مېرمنو په هکله يو معلوماتي فلم جوړاوه. په اګست مياشت کي د طالبانو له خوا پر کابل د کنټرول راوستل کېدو وروسته دغې مېرمنې د نورو سره په ګډه يوه اتحاديه جوړه کړه چي ورته د «هوايي پل کابل» نوم ورکول سو. د دغه اتحاديې مقصد له کابل څخه د هغو انسانانو را ايستل دي، چي تر ګواښ لاندي دي.
آ./ا.ا./ب.ص.