اروپايي ټولنه دداخلي سرحدي کنټرول«تدریجي له منځه وړل» غواړي
۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبهد پنجشنبه په ورځ(د اکتوبر میاشتي۲۰ نیټه» داروپايي ټولني سرمشریزي د شرقي اروپا د څو هيوادونو د فشار له کبله د سرمشریزي د وروستۍ اعلامیې په مسوده کي داخبره ونیوله،چي په تدریجي ډول به د پاته داخلي سرحدونو کنټرول له منځه یوسي. داهم پداسي حال کي ده، چي د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې میزېر وختي لا اعلان کړی دی، چي د راتلونکي دوشنبه د ورځي څخه به دغه کنټرول بیا هم تمدید کړي .
د ډیپلوماټانو په حواله، په خاص ډول دوو دولتونو، یعني هنگري او سلوانیې د سرحدي کنټرول دژرترژره له منځه وړلو غوښتنه کړې ده. هغوی نور د مهاجرينو د بحران د ارامولو پخاطر د کنټرول ادامه ضروري نه بولي. د مهاجرينو د بحران له کبله د جرمني، اطریش، ډنمارک ،سویډن او ناروي تر منځ په سرحدونو کي کنټرول اعتبار لري. د اروپايي ټولني کمیسارۍ دغه کنټرول ته د نومبر تر ۱۲ پوري اجازه ورکړې ده.
تر ټولو دمخه د هنگري حکومت د اطریش سره د سرحدي کنټرول د شدید کیدو څخه اندیښنه لري. ویانا غواړي د مهاجرينو د بحران له کبله د هنگري سره په سرحدونو کي هم کنټرول رامنځته کړي،چي داکار کیدای سي ددغه هیواد اقتصاد ته ډیر تاوانونه ورسوي.
د ورته موضوع په هکله انځورونه زموږ له آرشیف څخه(24.02.2016)