اروپا کې د افغانانو پناه غوښتنې ۷۲ سلنه ډېرې شوې دي
۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبهد سږ کال په سپتمبر کې پناه غوښتونکو افغانانو تقريبا ۱۷۳۰۰ عريضې په اروپايي ټولنه، ناروې او سويس کې وړاندې کړې دي. دغه خبره په مالتا کې مېشت د اروپا د پناه د ملاتړ دفتر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۳نېټه) وکړه. په وينا يې په اګست کې چې کله تندلارو اسلامپالو طالبانو په افغانستان کې قدرت بيا وګاټه او ډېر خلک وتښتېدل يا اخراج شول، تقريبا ۱۰ زره د پناه غوښتنې هم ورکړل شوې. د پناه د دغه دفتر د ارقامو له مخې د سوريې سره په مقايسه چې ټول ټال ۹۱۰۰ د پناه غوښتنې شوې دي، په سپتمبر کې تقريبا دوه برابره زياتو افغانانو په اروپايي ټولنه کې پناه غوښتنې ده. ټول ټال ۷۱۲۰۰ د پناه غوښتنې له بېلابېلو هېوادونو څخه شوې دي چې د ۲۰۲۰ کال د پيل راهيسې يعنې د کرونا ويروس د خپرېدو راهيسې تر ټولو زياتې تقاضاوې دي. دغه دفتر موندلي دي چې د ترکيې، عراق، بنګله دېش او پاکستان په څېر هېوادونو څخه عريضې هم په ډېرېدو دي.
په اړونده هېوادونو کې د پناه ورکولو د ادارو له خوا د لومړۍ درجې پرېکړې هم د تېرو مياشتو په پرتله ۴۰ زره ۵۰۰ ته لوړې شوې دي. خو د اروپا د پناه د ملاتړ دفتر په دې هم ټينګار وکړ چې د قضيو زياتېدل هغه موده هم اوږده کړې ده چې د عريضې او پرېکړې تر منځ تېريږي.
آ./ن.ص./ا.ا.