ارگ: کرزی او سينگ پر سترتيژيک تړون خبري کوي
۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبهدغه تړون به د هغه تفاهم ليك له مخي لاسليك سي، چي په تيره می مياشت كي د كابل د سفر پرمهال د هند صدراعظم من موهن سينګ له ولسمشر كرزي سره په كابل كي لاسليك كړى وو.
هند له افغانستان سره د لويو مرستندويو هيوادونو په کتار کي راځي، چي د ملک په سويل او سويل ختيځو ولايتونو کي يې دمګړۍ ګڼ شمير پروژې تر کار لاندي دي.
خوهغه څه چي له کابل سره د هند د دوستۍ له امله افغانستان ته خطر پيښ کړی، هغه د پاکستان مداخله ده.
اسلام آباد څو څو ځله له هند سره د افغان دولت نږدې والی په خپل زيان بللی هغه ادعا چي نه يې هند او نه يي هم کابل مني.
رپوټونه وايي د ډهلي او کابل تر منځ په دغه تړون كي پر نورو مسالو سربيره د افغان ځواكونو روزل او تمويلول هم شامل دي، خو د داسي مرستو څرنګوالى به د افغان حكومت په خوښه ټاكل كيږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرسيتال سيامک هيروي هم دا ومنله چي ولسمشر کرزي به د هند له لومړي وزير من موهن سنګ سره د افغان پوځيانو په تجهيز خبري وکړي.
ويل کيږي د هند په پوځي اكاډيميو كي افغان امنيتي ځواكونه روزل كيږي او ممكن د دغه تړون له مخي هند ته نور رول هم وركړل سي، چي د افغان پوليسو په روزلو كي ډيره مرسته وكړي.
د كابل- ډيلي ستراتيژيك تړون به اقتصادي، سياسي او انساني همكاريو اړخونه هم ولري، چي له څو كاري غونډو وروسته به لاسليك سي.
د سياسي چارو يو شمير کارپوهان له افغانستان سره د هند اړيکي دوستانه او ريښتيني ارزوي.
د سياسي چارو مبصر او د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد فاروق بشر په دې اند دی، چي هند له کلونو راهيسي له افغانستان سره اساسي اړيکي لري او تل يي د افغانستان له مرکزي حکومتونو سره مناسبات ګرم ساتلي دي.
ښاغلي بشر د کابل او نوي ډهلي تر منځ د ستراتيژيک تړون پر سر هوکړه د افغانستان د اوږد مهالي ثبات او پرمختګ لپاره يو اړين ګام بولي.
نوموړی وايي هند تل د افغانستان د ښې ګڼي لپاره کار کړی او هيڅ کله يي هم د افغانستان د نورو ګانډيانو په څير مغرضانه دريځ نه درلود.
موهن سينګ د كابل د تير سفر پرمهال هم ژمنه وكړه، چي له افغانستان سره به هراړخيزي مرستي كوي.
نوموړي شاوخوا يو کال دمخه د افغانستان د پارلمان د شپاړسمي دورې د پرانيستي په مراسمو کي برخه اخيستي وه.
يو شمير ولسي افغانان هم له خپل دولت سره د هند اړيکي په ګټه بولي.
د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د ديپلوماسۍ د برخي زدکړيال شيراحمد طاهري دويچه ويله ته وويل، چي له هند سره د افغانستان اړيکي په ښه پړاو کي دي او د کابل دولت بايد له دغو اړيکو څخه د خپلو سيمه ييزو د ښمنانو پر ضد په ښه توګه ګټه پورته کړي.
نوموړی وايي، پاکستان چي د هند اټومي دښمن دی له افغانستان سره هم دښمني پالي خو که چيري کابل او نوی ډهلي لاس پر لاس د دغه غليم په وړاندي ديپلوماتيکي فشاري پاليسي پر مخ بوزي کيدای سي، چي د نړۍ په کچه دغه ملک منزوي کړي.
دمګړۍ د هند هيواد د افغانستان د روغتيا، سړکونو، عامه تاسيساتو او ټولنيزو چارو په رغولو کي په افغانستان کي د سلګونو مليونه امريکايي ډالرو په لګښت ګڼي پروژې ترلاس لاندي لري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل