امریکايي سندرغاړی:«هندوستان د نړۍ تر ټوله لویه تحفه ده»
۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبهد »یونیورزال« په نوم موسیقي گروپ په حواله ۵۹ کلن بونو دغه خبره د «اهیمسا» یا عدم تشدد بدلي د نشریدو پرمهال وکړه، کومه چي د هندي کمپونیست، الله رقه رحمان او یوې ایرلینډۍ موسیقي ډلي سره په گډه جوړه سوې ده.
د بونو اصلي نوم پاول ډېوید هیوسن دی او یو ایرلنډی راک موسیقي سندرغاړی دی، چي د «يو ټو« په نوم د موسيقۍ له ډلې سره بدلي وايي.
بونو د هندوستان د دغي «تحفې» په باب همدارنگه وویل، چي هغه «تر اټومي انرژۍ، پوځونو او بریتانوي امپراطورۍ هم قدرتمنده ده.» بونو په دې ارتباط هندي انقلابي او سوله غوښتونکي، مهاتما گاندي (۱۸۶۹-۱۹۴۸) ته اشاره وکړه او ویې ویل، چي «د بې عدالتۍ پرضد مبارزه زموږ له پاره همیشه مهمه وه. موږ د مارتین لوتر کینگ تر اغیزي لاندي ؤ، کوم چي د گاندي یو شاگرد او د لاري مل ؤ.«
د نومبر پر ۲۲ مه د «اهیمسا» بدلي د نشریدو نیټه کومه تصادفي خبره نه وه. دئ په ډسمبر کي د اول ځل له پاره په هندوستان کي خپل کنسرټ اجرا کوي. په راتلونکو ورځو کي به د رحمان سره د يو ټو څلور بدلي نشر سي، چي د محلي هنرمندانو په واسطه به له سره مخلوطي سي.