ایران له خپلو ماشومانو سره څه کوي؟
ماشومان روزل کیږي چې د خپل هیواد راتلونکې جوړه کړي. خو ایراني ماشومان د څه ډول راتلونکې جوړولو له پاره روزل کيږي؟
ماشومان باید داسې وروزل شي چې په راتلونکې کې خپل هیواد جوړ کړي. خو ایران له خپلو ماشومانو سره څخه کوي؟ په دې انځور کې په «قزوین کي د علم او تکنالوژي د جهادي شهدانو پایګاه» کې یو ماشوم ښوول کیږي چې پوځي جامې یې غوستي دي. (راپور دويچه ويله فارسي څانگه)
ماشومان د زده کړې کمپونو ته بیول کیږي چې ورباندي د «ویښېدو د فصل» نوم ایښودل شوی دی.
میندې په دې کمپونو کې له خپلو ماشومانو سره یو ځای وي. دغه روحاني د ماشومانو ميندو ته وايي چې څه ډول یوه راتلونکې یې د ماشوم په انتظار کې ده. منتقدین وایي چې د دغې وینا تر پای ته رسیدو وروسته دغه میندې دومره احساساتي کیږي چې ځانونه د شهیدانو ميندي بولي.
ځيني میندي ښایي داسې فکر کوي چې په دې سره ښايي د خپل ماشوم راتلونکې ښه کړي.
د دې کمپ په لومړۍ مرحله کې هر ماشوم خپله وسله او جامي ترلاسه کوي. په انځورونو کې لیدل کیږي چې پر دې کمپ باندې ډیره پانګونه شوې ده.
د فرانسې خبري آژانس د دغو انځورونو له خپرولو سره لیکلي دي چې د دې کمپ هدف دا دی چې ماشومان د ایثار، جهاد، مبارزې او نورو لنډو عبارتونو او لغتونو په مفهوم پوه شي او ورسره د یوه ګډه ګروپي کار تجربه هم ترلاسه کړي.
په دې کمپ کې یې ماشومانو ته قاغذ او قلم ورکړی دی چې خپل وصیحت ولیکي.
یو شمیر دا پوښتنه کوي چې ولې باید ماشومان د دې پر ځای چې خپلې زده کړي وکړي، د جګړې له پاره چمتوالی ونیسي؟
د دغه کمپ تر جوړیدو دوې ورځي مخکې خبر ورکړل شوی وو چې په کناباد کې یوه ۱۲ کلن ماشوم د حافظ په نوم سیمه کې ځان وژلی دی. دا په ایران کې د ماشومانو د ځان وژنې لومړۍ پیښه نه ده.
کارپوهان له ډیر وخت راهیسې ګواښ کوي چې د ماشومانو په منځ کې د تاوتریخوالي ترویج د دې لامل کیږي چې هغوی په راتلونکې کې ناوړه کارونه ترسره کړي.
ایراني رسنې د دغو کمپونو د توجیه له پاره بیا په چین او روسیه کې د ورته کمپونو انځورونه خپروي.
منتقدین وایي چې د نړۍ په اوسنۍ سياسي فضا کې د دغه شان انځورونو خپرول د ایران د خلکو په ګټه نه دي.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د ماشومانو پر ښوونه او روزنه باندي ټینګار کوي، د دغه شان پروګرامونو تر سره کیدل ښایي د دې غوښتنې پر خلاف اقدام وي.
ملګري ملتونه د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غواړي چې له ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه کار وا نه خلي.
ایران په ۲۰۱۰م کال کې «په وسله والو نښتو کې د ماشونانو د نه ګډون» په کانوینسیون کې د ګډون پروتوکول لاسلیک کړ خو اوس هم په دغه شان کمپونو کې ماشومانو ته پوځي روزني ورکول کیږي. (راپور دويچه ويله فارسي څانگه)