بریتانیا له افغانستان سره ۲۸ میلیونه ډالره مرسته کوي
۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبهد خوړو نړیوال پروګرام یا WFP خبر ورکړی دی چې بریتانیا او شمالي ایرلنډ ۲۵ میلیونه پاونډه چې د ۲۸،۸ میلیونه ډالرو معادل کیږي، په افغانستان کې په ژمي کې د خوړو خوندیتوب کړکیچ ته د رسیدګۍ په خاطر ځانکړي کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرم ویلي دي چې له دغو پيسو څخه په استفادې به ۶۵۰ زره اغیزمنو شوو افغانانو او هغو کسانو ته چې په لیري پرتو سیمو کې اوسیږي، د خوراکي توکو بندوبست وشي. د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ده راغلي دي: «دا پيسې به د خوړو نړیوال پروګرام د بیړني عملیاتو بودیجې له پاره ځانګړې شي چې هغو ۱۵ میلیونه افغانانو ته چې د روان کال په ژمي کې د غذایي امنیت له نشتوالي سره مخامخ دي اختصاصې شي.»
اړوند: ملګري ملتونه: ۳۴۵ ميلیونه انسانان د لوږې له بحران سره مخ دي
نوموړي پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وچکالي او سیلابونو له امله د افغانانو له پاره د روان کال ستونزې بې ساري بللي دي او ویلي يي دي چې احتمال شته چې د ډیر شمیر کورنیو اقتصادي وضعیت په راتلونکو کلونو کې تر دې هم ډیر خراب شي.
د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ، په میلیونونو کورنۍ د سوړ ژمي سره د مقابلې په خاطر وسایل او امکانات نه لري او له همدې امله د خوړو نړیوال پروګرام د ټول هیواد په کچه خپل د مرستو پروګرام پیل کړی دی.
د منځني ختیځ په چارو کې د بریتانیي د دولت وزیر طارق احمد ویلي دي چې بریتانیا له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې مهم رول لوبولی دی او په روان م کال کې یي له افغانستان سره ۲۸۷ میلیونه پاونډه چې ۳۲۱میلیونه ډالره کیږي مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د بریتانیي او شمالي ایرلنډ له نقدي مرستو څخه به ۱۶ زره میلیونه ټنه د خوراکي موادو، او ۹،۳ میلیونه ډالره به په نقدي ډول اړمنو کسانو ته وویشل شي.
اړوند: د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د روان م کال له پیل څخه تر اوسه پورې دغه بنسټ له ۲۱،۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو، بیړنۍ تغذیې، انتقلاتو او اقتصادي ملاتړ په شکل مرسته کړې ده.
مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د ژمې فصل په را رسیدو سره د بشري کړکیچ په اړه انديښنه څرګنده کړې وه او له دغه هیواد سره یي د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکي دفتر (اوچا) ټینګار کړی وو چې د افغانستان تر نیمایي ډیر نفوس خپلو ماشومانو ته د ګرمو جامو برابرولو وس نه لري.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص