سياستتایوان
تایوان: چین تایوان ته نژدې سېمې په بالستيک توغنديو ويشتلي
۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبهاعلان
رويترز له تايپې ليکي چې چین دغه توغندي تایوان ته نژدې له ماتسو جزېرې څخه وار کړي دي. چېن هم وايي چې د تایوان په اطرافو کې ېې په شپږو سیمو کې پوځي پراخ تمرینات پیل کړي چې پکې سمندري، هوايي، ځمکني او نور ځواکونه ګډون لري. تایوان ويلي دي د دوی وسله وال ځواکونه د تیارسی په حال کې دي. د تایوان خارجه وزارت له هیوادونو غوښتي چې ټول په ګډه د قانون حاکميت پر اساس نړیوال عامه نظم وساتي.
تایوان ته د امریکا د ګانګریس د مشرې، نانسي پلوسي وروستی سفر د تایوان پر سر د چین او امریکا تر منځ نهایت ترینګلي شوي دي. چین تایوان د خپلې خاورې ضمیمه بولي او تایواني چاروکو سره د هر ډول بهرنيو تعاملاتو مخالف دی. پلوسي د چین د ټولو اختلافاتو باوجود تایوان ته سفر وکړ.