1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمنیان ولي نورو هیوادونو ته مهاجر کیږي؟

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

د یوه نوي رپوټ پراساس د کاله تقریبأ ۱۸۰۰۰۰ جرمنیان خارج ته مهاجر کیږي. په داسي حال کي چي د دغه هیواد اقتصاد هم قوي دی او تر ډیره حده پوري یې خلگ کارونه هم لري، نو بیا ولي مهاجر کیږي؟

https://p.dw.com/p/3Uhei
Deutschland 2006 | Wegweiser vor dem Auswärtigen Amt
انځور: Imago Images/M. Popow

دا د جرمني د دویسبورگ-اېسن د پوهنتون د  نفوسو د تحقیقاتي انستیتوت د یوې څیړني څخه معلومیږي، کوم چي مهاجر کیدونکو او بیرته راتلونکو جرمنیان په باب تحقیقات کوي. د انستیتوت  په حواله د مهاجر سوو جرمنیانو یو پردریمه برخه د عالي تحصیلاتو خاوندان او مسلکی کسان دي او په همدې دلیل ځیني اقتصاد پوهان د هغه له عواقبو څخه خبرداری ورکوي. خو ددغو ۱۸۰۰۰۰ مهاجر سوو جرمنیان څخه په متوسط ډول ۱۲۹۰۰۰ کسان بیرته هیوادته راځي. ځکه نو دانستیتوت د آمر، اندریاس ایتا په خبره دا  ډیره د تشویش وړ خبره نه ده.

Frankreich Vorlesungssaal in der Paul Verlaine Universität in Metz
انځور: Imago Images/Danita Delimont/D. R. Frazier

ایا دا د مغزونو فرار دی؟

د مهاجر سوو جرمنیانو اکثریت د یوه لنډ وخت له پاره په خارج کي پاتیږي، خو بیا هم په محاسبوي ډول سره تقریبأ ۵۱۰۰۰ جرمنیان په خارج کي پاتیږي او بیرته نه راگرځي. ایتا مگر وايي، چي «دغسي منفي  حالت په ټولو صنعتي هیوادونو کي لیدل کیږي.» خو په خبره یې د مسلکي کسانو د کمبود او یا د مغزو د فرار څخه هغه وخت خبره کیدلای سي، کله چي په واضح ډول سره ډیر مسلکي کسان خارج ته مهاجر سي. خو وايي، چي زموږ په تحقیقاتو کي موږ دغسي حالت نه دی مشاهده کړی.

ایتا وايي، چي مگر د مهاجرت ټوله حرکات باید تر نظر لاندي ونیول سي، یعني هغه مسلکي کسان چي جرمني ته هم راځي. دا یو مثبت بیلانس دی.

Auf dem Gelände der Zugliget Kirche - Historischer Malteser Einsatz für die DDR-Flüchtlinge in Budapest 1989
انځور: Malteser/Wolfgang Wagner

جرمنیان د څه شي په خاطر مهاجرتونه کوي

په نوي رپوټ کي په خارج کي د تر لسو زرو اضافه مهاجر سوو جرمنیانو څخه ددوی د تگ او بیرته راتگ په باب پوښتني سوي دي. خارج ته د هغوی د تگ یو اصلي دلیل کار دی، او تقریبأ ۵۸ فیصده کسانو  خپل تگ علت همدا بللی دی. په دې کار کي یوه مهمه نقطه پیسې او معاش دی. د هغوی اکثریت په خارج کي په متوسط ډول ۱۲۰۰ یورو اضافه گټي ،نسبت جرمني ته.

تقریبأ ۴۶ فیصدو بیا په خارج کي د ژوند طرز دلیل راوړی دی، چي په هغو کي ښه آب وهوا، د ژوند بل طرز او یا د نوو تجربو جمع کول دي. یو پر دریمه برخه فامیلي دلایل د خپل مهاجرت دلیل بولي. مثلأ ماندینه او یا میړه یې د بل هیواد وي او یا یې کارونه په بل هیواد کي وي. شل فیصده بیا د تحصیل په خاطر خارج ته ځي. خو د رپوټ پر اساس د هغوی ډیر لږ کسان  په جرمني کي د ژوند کولو څخه شکایت لري.