دغه مېوې او حبوبات خوب ته ګټه رسوي
د خوراک رژیم مستقیم زموږ پر خوب اغېز کوي او خوب کولای سي چي ستړی انسان هوسا او ارام کړي، دلته د یوڅو داسي مېوو او حبوباتو بېلګي وړاندي کوو چي پر خوب ښه اغیز لري.
ګیلاس او الوبالو
ګیلاس او په ځانګړي ډول تریو الوبالو پر خوب ښه اغیزه کوي. هڅه وکړئ چي یوه اندازه ګیلاس او الوبالو وخورئ یا يې جوس وڅښي. څېړونو ښوولې ده، هغه کسان چي په ورځ کي دوه وخته د الوبالو جوس څښي، د هغو کسانو په پرتله چي درملو ته ورته پلاسبو څښي د شپې له خوا ښه خوب ورځي.
ولي ګیلاس او الوبالو خوب ته ګټور دي؟
ځکه چي په ګيلاس او الوبالو کي ملاتونین سته. ملاتونین د خوب د جالونو په نامه پېژندل کېږي. د شپې له تیارې سره سم د انسان بدن په طبعي ډول ملاتونین تولیدوي، خو الوبالو او ګیلاس يې مقدار ثابت او زیاتوي، نو ځکه انسان ته ښه خوب ورځي. خو ښايي چي په دې مېوه کي ګډه بوره ستاسو خوب وځنډوي، ښه خبره داده چي تاسو يې د ورځي وخورئ.
دال او نور حبوبات
دال، عدس او نور حبوبات د امینواسید تیپتوفان لرونکې ماده لري چي د انسان بدن يې په خپله تولیدوي. بدن له دغو امینواسید څخه د سروتونین د تولید له پاره ګټه اخلي. دغه کړنه تاسو د ورځي فعال اونورمال ساتي او کوم وخت چي هوا تیاره کیږي سروتین د خوب په ملاتونین بدلیږي. بدن د دغه کار د میتابولیزم له پاره ویټامین ډي او فولیک اسید ته اړتیا لري چي دواړه په عدس کي سته.
د عدس په خوړو کي پاملرنه
عدس همدارنګه پېچلي کاربوهایدریتونه لري، د عدس ډولونه کولای سي چي په وینه کي د ګلوکوز کچه راکښته کړي او انسان تر ډېره داسي انګیري، چي موړ دی. د عدس خوراک هم د ارام خوب له پاره اړین دی، خو هغه کسان چي معده يې باد او سوځي، نو د عدس له خوراک سره دي پام کوي.
کېله
کیله په لوړه کچه تیپتوفان او یوه اندازه سروتونین لري. کېله همدارنګه د مکنیزیم او پوټاشیم منرالونه لري چي د بدن غړي او اعصاب د خوب پر مهال اراموي. په دې اړه یوه څېړنه ښيي چي کیله د مغزي سکتي په مخنیوي کي هم مرسته کوي.
ګټوري باکټریاوي
کېله د ګټورو باکټریاو له لرلو سره هم مرسته کوي. دغه مرسته کولای سي انسان د خوب له ګډوډۍ څخه وژغوري، خو په کېله کي د فاکټوز لوړه کچه د دې سبب کیږي چي په وینه کي د بوري کچه لوړه کړي. دا په دې معنی دی چاغ وګړي باید د شپې نه، بلکي د ورځي کېله وخوري.
په خوراک کي نوښت مه هیروئ
باید په یاد مو وي چي غذايي رژیم یوازي په یوڅو خوراکونو پوري و نه تړو، بلکي په کار ده چي په خوراک کي تنوع د ځان عادت وګرځوو، چي بدن مو د بیلا بیلو ویټامینونو او ګټورو موادو په تر لاسه کولو سره د هري ناروغۍ او خوب خرابۍ په وړاندي غښتلی وي.