د آلمان يوې محکمې یو افغان له یونانه بیرته راغوښتی
۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر پر ۲۵مه نیټه) د آلمان پولیسو وویل چې د محکمې د پریکړي پر اساس یې له یونان څخه یو افغان مهاجر بیرته آلمان ته را انتقال کړی دی.
دغه افغان مهاجر د روان میلادي کال د می میاشتې په وروستیو کې د آلمان او اتریش پر پولې د پولیسو تر توقف وروسته، بیرته یونان ته استول شوی وو. په اروپايي ټولنه کې د یوه قانون له مخې، دغې ټولني ته د یونان له لارې راتلونکي هغه شمیر مهاجرین چې په یونان کې ثبت شوي وي، د ۴۸ ساعتونو په موده کې بیرته یونان ته انتقالیدلی شي.
د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د آلمان د مونشن محکمې د نوموړي افغان پناه غوښتونکي په هکله په خپله پریکړه کې آلمان ته د نوموړي د «بیړني» انتقال غوښتنه کړې وه ځکه په یونان کې په پاتیدو سره افغانستان ته د نوموړي افغان پناه غوښتونکي د اخرج ګواښ موجود وو.
آلماني پولیسو ویلي دي چې دغه کس اوسمهال په آلمان کې د مهاجرو په یوه مرکز کې دی، خو د نوموړي د هویت په هکله یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
په ورته وخت کې ویل کیږي چې نوموړي افغان تر دې وړاندې په یونان کې د پناه غوښتنه هم کړې ده. یونان ته په بیرته تګ سره، یوناني چارواکو هغه نیولی وو او افغانستان ته د اخراج په تمه وو.
په آلمان کې د مهاجر پلوه خیریه سازمان پرو ازول په حواله، د محکمې دغه پریکړه د خپل ډول تر ټولو لومړنۍ پیښه ده.
بل لوري ته د آلمان يوې محکمې ویلي دي چې یونان ته د نوموړي افغان د بیرته استولو په برخه کې د آلمان د فدرالي پولیسو پریکړه په دې معنی وه چې د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیه نه ده اروزلې.