د ادليب جګړه: ۹۰۰ زره کسان بې ځايه شوي
له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان د څيړنو له مخې سوريه د بې ځايه شویو تر ټولو ناوړه بحران تجربه کوې. ملګرو ملتونو ويلی چې د دسمبر میاشتې راهيسې د سوريې له شمال لويديځ څخه ۹۰۰ زره کسان تښتيدلي.
بې سارې تښتيدنه
د «له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان » د څيړنو له مخې سوريه د نهه کلنۍ کورنۍ جګړی له پيل راهیسې د مهاجرت په بحران کي تر ټولو سخت حالت تجربه کوي. د ملګرو ملتونو ټولني د رپوټ له مخې د دسمبر مياشتي څخه تر اوسه پورې ۹۰۰ زره کسان د سوريې له شمال لويديځ څخه د جګړي زياتيدلو له کبله تښتيدلي دي.
له ادلیب څخه بې ځایه شوی ۶۰ سلنه ماشومان دي
د ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو همغږی کونکی اداري (اوچا) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اټکلونو له مخې ۶۰ سلنه بی ځايه شوي ماشومان دي.د ملګرو ملتونو سازمان د فبروري مياشتې په لومړیو کي د بې ځایه شويو شمير ۵۲۰ زره اعلان کړې وو، خو دغه شمير اوس ډير شوې دې.
سخته او مرګوني سړه هوا
د ماشومان سره مرسته کونکې سازمان«سیف د چلدرن» رپوټ ورکړي، چې د ادلیب يو په څلورم اوسیدونکې په واوره وريدنه او تر صفر لاندي سړه هوا کي مجبور شوی چې خپل کور پريږدي. د سړو او ناوړه شرايطو له کبله، د سانتيګراد اوه درجو کي د ترکيې سرحد ته نږدې د بې ځايه شويو په کمپونو کي، اوه تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړې.
مرسته کونکي ځواکونه
د سوريې د دولت سرتیرې له دسمبر میاشتي راهیسې د روسې پوځي ځواکونو په ملاتړ د ادليب په ولايت کې په لومړي سر کې د وسله والو اسلام پالو پر ضد د پرمختګ په حال کي دی. ګاونډی هيواد ترکيه د بشرالاسد له مخالفو ځواکونو سره د هغوی په واک کې د وروستيو سيمو په ساتنه کې مرسته کوي.
د ترکيې د سرحد په لور تيښته
په حلب کي د سختو نښتو له کبله تر ۴۳ زره کسان د ترکيې سرحد په لور تيښتې ته مجبوره شوي. په ټوليزه توګه کابو ۸۰ سلنه بي ځايه شوي کسان ښځي او ماشومان دي.
د روسيې د ځواکونو بمبار
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دي وروستيو کي په سوریه کي مخ په ډيريدونکي توګه تاو تريخوالی محکوم کړې دې. دلیل يې د ادليب په سيمو کی د بشرالاسد امنيتي ځواکونو پر مختګ دي، چې د ياغيانو په کنترول کې دې. د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو برخې، سږکال ۲۹۹ ملکي کسانو وژل ثبت کړي دي، چې ۹۳ سلنه يې د سوريې او متحدینو د عملیاتو له کبله وو.
په جګړه ځپلو سیمو کي د ماشومانو وضعیت
له نهه کلنې کورنۍ جګړې وروسته اوس ترکيې ته نږدې د سوريې شمال لويديځ د ياغيانو تر ټولو ستر مرکز دې. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتيو ګوترش په ادليب کي د ترکيې او سوريې د سرتيرو تر منځ د جګړې پاي ته رسولو غوښتنه کړي. هغه ويلي: «هغه جګړه چې کابو نهه کاله يې دوام وکړ، يوازي کيدلي شي، چې له سیاسی لاري حل شی نه له نظامي لارې.»
د خوندي سرپناه په لټه کې
د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې اوس د بې ځايه شويو له پاره هيڅ کومه آامنه سرپناه شتون نه لري. د پناه غوښتونکو کمپونه بيخې ډک شوي دي. ډيرې بې ځايه شوي له کمپونو څخه وتلی او د واټونو پپر غاړو ژوند کوي.
نه د وتلو او نه د بیرته ګرځيدو لار
ترکیې خپل سرحدونه تړلي، څو د سوريايي مهاجرو د ورتګ مخه ونیسې. په اوس وخت کي دغه هیواد د ۳،۵ میلونه مهاجرو کوربه دې. د نړیوالو سازمانونو د رپوټ له مخې له ۵۰۰ زره څخه زیات تښتيدلي کسان ماشومان دي.