د اروپايي ټولني په کوم هيواد کي څومره د پناه غوښتنه سوې؟
د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي د ۲۰۱۶م کال په لومړيو درو روبعو کي په جرمني کي د پناه دومره غوښتنه سوې چي د اروپايي ټولني په پاته ۲۷ غړو هيوادونو کي په گډه نه ده سوې. معلومات ئې په دې انځوريز راپور کي:
«دي ويلت» ورځپاڼي د «يورو ستات» (د اروپايي ټولني د احصايې ادارې) د شمېرو له مخي ليکلي دي چي د اروپايي ټولني په ۲۷ غړيو هيوادونو کي په گډه د پناه دومره غوښتنه نه ده سوې، لکه يوازي په جرمني کي چي سوې.
د ورځپاڼي د راپور له مخي په ټوله ايزه توگه ټوله اورپايي ټولنه کي د ۷۵۶۰۰۰ پناه غوښتنو په اړه پريکړي سوي دي چي ۴۲۰۰۰۰ يوازي په جرمني کي سوي.
د اروپايي ټولني د احصايې ادارې د شمېرو له مخي د ۲۰۱۶م کال په لومړيو درو ربعو کي د اروپايي ټولني په ۲۸ غړيو هيوادونو کي په ټوله ايزه توگه ۹۸۰۰۰ د پناه غوښتنليکونه وړاندي سوي چي دوه پرديمه برخه ئې (۶۱۲۰۰۰) په جرمني کي ول.
د دغو معلوماتو له مخي په دوهم ځای کي ايټاليا راځي چي ۸۵۰۰۰ د پناه غوښتنليکونه وړاندي سوي او د۶۸۰۰۰ په اړه ئې پريکړي سوې.
تر دې وروسته بيا فرانسه ده چي د ۶۳۰۰۰ پناه غوښتنو څخه ئې د ۶۲۰۰۰ په اړه پريکړه سوې ده.
د اروپايي ټولني د احصايې ادارې د شمېرو له مخي په يونان کي بيا برعکس ۳۰۰۰۰ د پناه غوښتنلیکونه وړاندي سوي او يوازي د ۷۶۰۰ په اړه ئې پريکړه سوې.
۱۷ کلن محمد درویش چې له افغانستان څخه مهاجرت ته اړ سوی، اوس په بلگراد کي بند پاته دی. اروپا ته د مهاجرت پر لور په زرونو انسانان لا اوس هم په سرحدونو کي بند پاته دي.
په بلگراد کي زیاتره مهاجرین شکایت کوي چې د څښاک اوبه او مناسب خواړه ورته نه رسیږي. په دې انځور کې یوه ډله مهاجر لیدل کیږي چې پخلی کوي او د اور په لمبو ځانونه ګرموي.
دا هم د اروپايي ټولني په سرحدونو کي بند پاته افغان مهاجر دي.