شخړياروپا
د اروپا محکمې ته د روسي اولیگارشانو ډیر شکایتونه رسیدلي
۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبهاعلان
لکه څنگه چي المانۍ ورځپاڼي، بیلډ رپوټ ورکړی دی، په اوس وخت کي ۶۱ شکایتونه په لوکسامبورگ کي دغي محکمې ته رسیدلي دي.
شکایت کونکي او عارضین دا تور ردوي، چي گواکي د روسیې د جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین او په اوکراین کي د هغه د جنگ څخه سیاسي او یا مالي ملاتړ کوي. په عارضینو کي د نورو تر څنگ، رومان ابراموویچ، گریگوري بیریسکین او گینادي تیمشینکو شامل دي.