د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه له انځورونو سره
افغان او امریکایي ځواکونو په ارزګان کې یو پر بل ډزې کړي
افغان چارواکو ویلي دي چې ارزګان ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو او امریکایي قواوو یو پر بل باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې یې پنځو افغان سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. لا تر اوسه پورې امریکایي ځواکونو د پیښې په اړه څه نه دي ویلي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند قیس منګل، د چهارشنبې په ورځ دغه پیښه تایید کړه خو د جزئیاتو په اړه یې نور څه و نه ویل.
د قطر پر خبرو سربیره هم په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري
په فراه ولایت کې افغان چارواکو ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د افغان ځواکونو پر ېوې اډې باندې برید کړی دی چې لس سرتیري یې وژلي ډي. په همدې ولایت کې بیا د چهارشنبې په ورځ یو ځايي چارواکی د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شو.
روحاني په نجف کې له سیستاني سره ولیدل
د ایران ولسمشر حسن روحاني، د چهارشنبې په ورځ په نجف ښار کې د شعیه مسلمانانو له مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني، سره ولیدل. روحاني چې له دوشنبې ورځې راهیسې په عراق دی، په نجف کې د سیستانی په کور کې له هغه سره لیدنه وکړه. امنیتي کړیو ویلي دي چې دې لیدنې له پاره امنیتي تدابیر پراخ شوي ول.
د بریتانیا پارلمان یو ځل بیا د تریسا مې د بریگزیت پلان رد کړ
د بریتانیا د پارلمان غړو یو ځل بیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د لومړۍ وزیریې تریسا مې، پلان رد کړ. اوس نو مې یوازې څو اوونۍ وخت لري چې پرته له یوه تړونه له اروپايي ټولنې څخه د خپل هیواد د وتلو مخه ونیسي. د بریتانیا د پارلمان غړو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۲) د دویم ځل له پاره د لومړۍ وزیرې تریسا مې، د بریگزیت پلان رد کړ.
پاکستاني هوايي ځواک د ځیرک توغندې آزمویلو ادعا کړې
د پاکستان هوایي ځواک ویلی دي چې یوې جنګې جټ الوتکې یې په بریالۍ توګه په سیمه کې جوړ شوی یو ځیرک توغندی آزمویلی دی. دغه اعلان په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو وختونو کې د پاکستان او هند اړیکې د کشمیر د لانجمې سیمې پر سر ستونزمنې شوې دي.
د یوه افغان پناه غوښتونکې له خوا د وژل شوې نجلۍ والدینو ته جایزه ورکړل شوه
فریدریکا او کلیمنس لادنبورګر، ته د آلمان د ورځپاڼو د شهروندۍ جایزه ورکړل شوه. هغوی د ماریا لادنبورګر، والدین دي چې د یوه افغان پناه غوښتونکې له خوا وژل شوې وه. دغه جایزه د چهارشنبې په ورځ په برلين کې دغو دوو کسانو ته ورکړل شوه. د جایزې ورکوونکو هغوی ته په ۲۰۱۶ کال کې د خپلې لور د وژل کیدو پر وړاندې د ښوولې غبرګون له کبله دغه جایزه ورکړه.
په افغانستان کې د آلماني ځواکونو شمیر لوړیدای شي
په هغه صورت کې چې د آلمان متحدین د افغانستان په شمال کې خپل فعاليت کم کړي، نو په دې هیواد کې د آلماني ځواکونو د شمیر د لوړیدو امکان موجود دی.د آلمان د دفاع وزارت په یوه محرمانه رپوټ کې راغلي دي چې د دې احتمال شته چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د نهایي حد په اړه پریکړه په انفرادي توګه ونیول شي.