د بخښني سازمان: افغان ژورناليست دي ازاد سي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد بخښني نړیوال سازمان د ولسمشر کرزي پر حکومت باندي تور لګولی دﺉ، چي د یوه خصوصي تلویزیون یو ویاند ئې چي نستو نادري نومیږي له کوم قانوني تور پرته په زندان کې اچولی دئ. د دې سازمان په حواله دغه ژورناليست د ربړولو او وژل کیدو له کواښ سره مخامخ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي دي چي دغه وگړی ئې د شراب څښلو او پر دولتي چارواکو د غلطو تورونو د لگولو په تور بندي کړی دئ.
د بخښني د نړیوال سازمان په حواله نیول شوی ویاند د یوې تلویزیوني خپروني ویاند، دئ چي پکښي د لوړ پوړو چارواکو د اداري فساد، جرمونو او نورو کړو وړو په اړه خبري کیږي.
د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چي دا ویاند کیدای شي د کابل ښاروالۍ له خوا د سړکونو د قراردادونو د ورکولو پر مهال د اداري فساد د افشا کولو په خاطر نیولی وي.
د لوی څارنوالۍ د جنایي تحقیقاتو د ادارې مشر عبدالرحمان کوشان، ویلي دي، چي د نادري دوسیه، هغه ته د رسنیو د تخطي د څېړونکي ادارې له خوا وړاندي شوې ده.
کوشان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه د یو شمیر خلکو او دولتي چارواکو د شکایتونو پر اساس نیول شوی دئ. دغو کسانو شکایت کړی دئ چي نادري پر هغوی باندي غلط تورونه لگولي دي.»
د کوشان په خبره نادري په دې نه دی توانیدلی، چي د هغو خبرو د اثبات اسناد وړاندي کړي چي ده په تلویزیون کي کړي دي. د افغانستان په اساسي قانون کي د رسنیو آزادي منل شوې ده. خو بیا هم کله نا کله خبریالان د ځینو چارواکو له خوا گواښل کیږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل