د تاپې پروژې ۲۰۰ میلیون ډالره نوي پانګونې ترلاسه کړي
۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعهد هغه تړون له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۷مه نېټه) په ترکمنستان کې لاسلیک شو، دغه نوې پانګونه د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت، د پاکستان د بین الدولتي ګاز سیستم، افغان ګاز شرکت او د هند د ګایل شرکت له خوا، برابریږي.
ترکمنستان لا وختې د افغانستان تر پولې پورې د دغه پایپ لاین د جوړولو چارې پیل کړې دي. د دغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال یخشي ګیلدي کاکایف، ویلي دي: «د دې سند لاسلیکدل د کانسرسیوم لا ډیر کار ته لاره هواروي.»
هغه زیاته کړه چې دغه پیسې به د پایپ لاین د تیریدو مسیر د تعینولو پر انجینري کارونو او همداراز چاپیریال په اړه څیړنو باندې لګول کیږي.
تاپي له ترکمنستان څخه هندوستان ته ګازو لیږدولو څو ملیتي پروژه ده چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان له خوا په ګډه پلي کیږي. د دغې پروژې په اړه بحثونه په ۲۰۰۲ کال کې پیل شول خو په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله یې پلي کیدل څو کاله وځنډیدل.
د تاپي پروژې د پلي کولو له پاره د «تاپي پایپ لاین لمتد» په نوم یو کنسرسیوم جوړ شوی دی چې څلور هیوادونه په کې شریک دي. افغانستان په ټاپي پروژه کې ۲۵ سلنه سهم لري.