د سیلاب هیر کړل شوي قربانیان
د هغوی کړاو څوک نه اوري. په نیپال، نایجیریا، هند او بنګله دیش کې په میلیونونو کسانو د سیلابونو له کبله هرڅه له لاسه ورکړي. د اوبو د سطحې په راټیټدو سره د ویجاړیو کچه هم راڅرګندیږي.
ناوړه وضعیت لا راروان دی...
ورښتونه مخ پر ختمیدو دي، خو ګډوډي لا پر ځای پاتې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف د معلوماتو له مخې په سویلي آسیا کې ۱۶ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري. د هر څه په برخه کې کمی دی: د څښاک اوبه، خوراکي مواد او دارو درمل. ښوونځي، روغتونونه او سرپناوې ویجاړې شوي، کورنۍ له یو او بل جلا شوي او د مړینې شمیر مخ پر لوړیدو دی.
کله چې باران مصیبت وګرځي
دا له لسیزو راهیسې تر ټولو خراب سیلابونه ول: په سویلي آسیا کې کې تر سختو ورښتونو وروسته، سیلابونو په میلیونونو کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. په نیپال او بنګله دیش کې یو وخت یو پر دریمه برخه ځمکه اوبه لاندې کړې وه. د هند د شمالي ایالت بیهار په چمپران سیمه کې (لکه په انځور کې چې لیدل کیږي) ډیر شمیر کلي په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
ژوندي پاتې شوي، خو څرنګه ژوند وکړي؟
د کاریتاس، د خیره سازمان د وینا له مخې ۴۱ میلیونه انسانان سیلابونو اغیزمن کړي دي. د دوی یوازې څلور میلیونه یې په بنګله دیش کې دي. ډیر شمیر کسان ژوندي پاتې شوي خو هغوی نه پوهیږي چې د کورونو پرته څرنګه ژوند وکړي. خیریه سازمانونه د مرستو له پاره غږ کړی دی.
ستړي ستومانه او له خطرونو سره مخامخ
د هند په بیهار ایالت کې د لاریو د یوه محصول اخیستلو په ځای کې د سیلابونو له کبله بې ځایه شوي کسانو تر شنه آسمان لاندې کمپ کې اړولي دي. هغوی په دې هیله دي چې ورښتونه کم شي، څو خپلو کلیو ته بیرته وروګرځي. هند تل له سیلابونو څخه اغیزمنیږي. سږ کال موسمي بارانونه دومره شدید ول، چې آن میلیوني ښار ممبيي کې یې کابو هر څه په ټپه درولي ول.
نایجیریا
په نایجیریا کې هم سخت ورښتونه د سیلابونو سبب شوي دي. لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان سیلابونو دې ته اړ کړي دي چې خپل کورونه پرږیدي. تر ټولو زیات د بورنو او بینوی ایالتونه اغیزمن شوي دي. د بینوی د سیند د سطحې د لوړیدو له کبله په مرکز ماکوردي، کې په زرونو انسانان باید له خپلو کورونو انتقال شوی وای.
له اوبو ډک سړکونه
د نایجیریا د بورنو ایالت په مرکز مادوګوري کې هم سړکونه او کوڅې له اوبو څخه ډک ول. يو کس پر لاسي کراچۍ بار پلاستیکي څپليو پلورلو ته راوتلی، کیدای شي يوڅوک ترې ناببره څپلۍ رانیسي.
د تیلو پایپونه تر اوبو لاندې شوي ول
له څو کلونو راهیسې په نایجیریا کې تل سیلابونه راځي. په ۲۰۱۲م کال کې په نایجیر دیلتا کې سیلابونو تر ۱۵ زیات کسان ووژل او په زرونو کسانو خپلې سرپناوې له لاسه ورکړي. د تیلو پایپونه تر اوبو لاندې ښځ شوي ول.
اوس چیرې؟
هغه مهال ۸۷ کلنه نایجیریایۍ لایدیا انوسا، په نایجیر دیلتا کې د یناګوا د مهاجرو کمپ تر تړل کیدو وروسته له خپلو کالیو سره د باندې ناسته ده. په ۲۰۱۲م کال کې په نایجیر دیلتا کې سیلابونو کابو اته میلیونه انسانان اغیزمن کړي ول. له دغې ډلې څخه دوو میلیونو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي ول او په هیواد کي بې ځایه شوي ول.