د نړۍ تر ټولو ښکلي ښځي
د هند مانوشي چيلر د ۲۰۱۷م کال د ښکلا ملکه شوه. د ښکلا دې سياليو ته هرکال په سونو نجوني ځانونه کانديدوي. په دې انځوريز راپور کي دلته د تيرو څو کلونو تر ټولو ښکلي ښځې ليدلای شئ.
مانوشي چيلرـ هند : ۲۰۱۷
د غميو دغه ښکلی تاج اوس د دې دی: مانوشي چيلر هندۍ ده او د ۲۰۱۷م کال د نوامبر پر۱۸نيټه د نړۍ د ښکلا ملکه غوره شوه. دا شل کلنه د طب محصله شپږمه هندۍ ده چې دغه تاج پر سر ږدي. تر دې مخکې د هند د سينما مشهورو ستورو پرييانکا چوپړه (۲۰۰۰ م کال) او ايشوريا رای (۱۹۹۴م کال) کې دغه مقام گټلی وو.
ستيفاني دل واله ـ پورتو ريکو: ۲۰۱۶
تير کال د پورتو ريکو ستيفاني دل واله، وکولای شول د نړۍ د ښکلا د ملکې لقب خپل کړي. نوموړي په ۲۰۱۶م کال کې واشنگټن ته څيرمه په اوکسون هل سيمه کې په دې سيالۍ کې گډون کړې وو.
ميريلا لالاگونا ـ هسپانيا: ۲۰۱۵
د بارسيلونا د فارماسي دې محصلې دوه کاله تر مخه دغه مقام خپل کړی وو. ميريلا لالاگونا ته هغه وخت په چين کې دغه تاج ور پر سر کړل شو. هغه وخت د کانادا د انستازيه لن قضيې د خلکو پام ځان واړوو. نوموړې ته چې په خټه چينايي ده، د سفر اجازه ورنه کړل شوه او په دې مسابقه کې یې گډون ونه کړای شو.
رولين ستراوس ـ جنوبي افريقا: ۲۰۱۴
رولين ستراوس په ۲۰۱۴م کال کې د ښکلا د ملکې په توگه انتخاب شوه. خو د دغه کال سيالي د هندوراس د ښکلا د ملکې ماريه خوزې الواراندو مونوز د وژل کيدو له وجې يوه څه بې خوندي شوې. ۱۹ کلنه مونوز او د دې خور تر سيالۍ لږ د مخه په هندوراس کې په مرموز ډول ووژل شوې.
ميگان ينگ ـ فلېپين: ۲۰۱۳
د ۲۰۱۳م کال سيالۍ هم ډيري هيجاني وې. په اصل کې دغه مسابقه بايد د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې شوي وای، خو د مسلمانانو د زورزياتي ډکو مظاهرو له کبله په بالي کې وشوې. د فلېپين ميگان ينگ تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي د ۲۰۱۳م کال د ښکلا ملکه شوه.
يو ويکنسيا ـ چين: ۲۰۱۲
په ۲۰۱۲م کال کې د ښکلا د ملکې د انتخاب سيالۍ د منگوليا په اوردوس ښار کې چې د «ارواگانو ښار» هم ورته ويل کيږي، وشوې. په دې ستر ښار کې يوازي څو زره تنه ژوند کوي. دلته په ۲۰۱۲م کال کې يو ويکنسيا د ښکلا د ملکې لقب وگاټه.
ايوين سارکوس ـ وينزويلا: ۲۰۱۱
ايوين سارکو په ۲۰۱۱م کال کې د ښکلا ملکه شوه. نوموړي پر خپلي بريا ډيره خوښي څرگنده کړه. دې ته په لندن کې دغه لقب ورکړل شو. سارکوس اته کلنه وه چې مور او پلار يې مړه شول. هغه په يوه کليسا کې رالويه شوې ده.