د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
اروپايي ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د مهاجرو د بيرته لېږد په اړه موافقه
اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره د مهاجرو د بيرته ليږد په اړه يو تړون لاسلیک کړی. د دې تړون له مخې به د هغو افغان مهاجرو د ليږد پروسه چټکه شي چې په اروپا کې د قبليدو چانس نه لري. د تړون له مخې افغان حکومت مکلف دی چې خپل هغه اتباع به بيرته ومني چې په اروپا کې د پاتېدو اجازه نه لري او ويلي دي چې هغو مهاجرو ته به چې اسناد نه لري د یوې میاشتې په موده کې سفري اسناد یعنی پاسپورتونه توزیع کړي.
ميرکل د سياسي بحث په ترڅ کې د متقابل احترام غوښتنه وکړه
په دريسدن ښار کې د آلمان د ملي يووالي ورځې د لمانځلو د مراسمو په ترڅ کې د ښي اړخو ډلو له خوا د اخلال اچونې پیښو ته په کتو سره صدراعظمې انګلا ميرکل په سیاسي مناقشو کې د زيات درناوي غوښتنه کړې. نوموړې نن، دوشنبه په دريسدن کې د ملي يووالي د ورځې د مرکزي جشن پر وخت وويل: هيله لرم موږ خپلې ستونزې په شريکه، په متقابل احترام او د بيلا بيلو سياسي نظرونو په منلو سره حل کړو.
اروپايي ټولنه وايي د حلب له پاره يې د مرستو کتار چمتو کړی
د سوريې د جګړه ځپلي ښار حلب ناوړه وضعيت ته په کتو سره اروپايي ټولنې د دغه ښار له پاره د بيړنيو مرستو یو کتار چمتو کړی. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسؤلې فيدريکا موګيريني او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کميسار وويل موخه مو داده چې مرستندويه سازمانونو ته د مرستې امکانات برابر شي او ملکي وګړي وساتل شي. حلب ښار په دې تيرو څو ورځو کې تر سختو هوايي بريدونو لاندې ونيول شو.
کولمبيا: ولسپوښتنې د سولې تړون رد کړ
په کولمبيا کې رای ورکونکو د فارک ياغيانو سره د حکومت د سولې تړون په حيرانونکي توګه رد کړی دی. په بوګوتا کې د انتخاباتو د ادارې له خوا ويل شوي چې ۵۰،۲۳ سلنه خلکو د يکشنبې په ورځ د دغه تړون په خلاف رای ورکړه. ۴۹،۷۶ فيصدو بيا د تړون په پلوۍ خپله رای وکاروله. د ټولپوښتنې د مخه ترسره شويو نظر پوښتنو ښوولې وه چې دغه تړون به د رای ورکوونکو له خوا تائيد شي.
د فلسطنيانو محکمې يوازې د اردن سیند په لويديځه غاړه کې د ټاکنو پریکړه کړې
د فلسطنيانو د خپلواکمنۍ ادارې د سترې محکمې د يوې پريکړې پر اساس به د فلسطنيانو راتلونکې سيمه ييزې ټاکنې يوازې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې ترسره شي. د محکمې د پريکړې سره هغه اميدوارې له منځه ولاړه چې ګني د ۲۰۰۶ م کال راهيسې به په لومړي ځل د فلسطنيانو په دواړو سيمو کې یعني د اردن سيند په لويديځه غاړه او غزا تراړه کې چيرته چې د حماس تندلاره ډله حاکمه، په يو وخت ټاکنې ترسره شي.
په هنګري کې د اروپايي ټولنې د مهاجرو د سياست په اړه ټولپوښتنه بې اعتباره اعلان شوه
د هنګري د انتخاباتو کميسيون د اروپايي ټولنې د مهاجرو د سياست په اړه ترسره شوې ټولپوښتنه په رسمي توګه بې اعتباره اعلان کړې. د دې کميسيون په حواله د راې اچونې مستحقو څخه يوازې ۴۰ فيصدو د رايو په صندوقونو کې د اعتبار وړ کارتونه اچولي دي. زياته شوې چې د بري له پاره د ۵۰ سلنه زياتو رايو ته اړتيا وه. ۹۸،۳ سلنه یا ۳،۲ سلنه وګړو د اروپايي ټولنې پر غړو هيوادونو د مهاجرو د یو ډول ويش پر ضد خپله رای وکاروله.