د نړۍ هغه لس هیوادونه چې زیاته پنبه تولیدوي
په دې انځوريز راپور کي به د نړۍ هغه لس هيوادونه وپيژنۍ چي تر ټولو ډيره پنبه توليدوي. په دې ډله کي هند تر نورو مخکي دی.
۱۰۔ بورکینا فاسو
لویدیځ افریقایي هیواد بورکینا فاسو، د ۲۸۳ زره میتریک ټنه پنبې په تولیدولو سره په نړۍ کې لسم ځای لري.
۹۔ ترکمنستان
ترکمنستان په دغه نوملړ کې نهم ځای لري. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو کې دغه هیواد ۲۸۸ زره میتریک ټنه پنبه تولیده کړې وه.
۸۔ ترکیه
ترکیه بیا په ۶۹۷ زره میتریک ټنه حاصلاتو سره د پنبې تولیدونکو هیوادونو په نوملړ کې اتم ځای لري.
۷۔ ازبکستان
ازبکستان بیا د ۸۱۱ زره میتریک ټنه پنبې په تولیدولو سره اووم مقام لري.
۶۔ آسترالیا
د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کال د حاصلاتو په موسم کې آسترالیا ۹۱۴ زره میتریک ټنه پنبه تولید کړه او په نړۍ کي یې شپږم مقام تر لاسه کړ.
۵۔ برازیل
په برازیل کې۱۵۲۴ زره میتریک ټنه پنبه تولید شوې او د پنبې د حاصلاتو له کبله یې په نړۍ کې پنځم ځای خپل کړ.
۴۔ پاکستان
پنبه د پاکستان په مهم زراعتي فصلونو کې شمیرل کیږي او دغه سویلي آسیايي هیواد په نړۍ کې څلورم ستر هیواد دی چې زیاته پنبه تولیدوي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو کې دغه هیواد ۱۶۷۶ زره میتریک ټنه پنبه تولید کړې.
۳۔ امریکا متحد ایالات
دریم مقام بیا امریکا متحدو ایالاتو خپل کړی دی چې په تیر موسم کې یې ۳۷۳۸ زره میتریک ټنه پنبه تولید کړي چې د پاکستان په پرتله دوه ځلې ډیره ده.
۲۔ چین
کابو د پنځه زره میتریک ټنه پنبې په تولیدولو سره چین په دغه نوملړ کې دوهم ستر هیواد دی.
۱۔ هند
په نړۍ کې تر ټولو زیاته پنبه په هند کې کرل کیږي. د فصل په تیر موسم کې هند ۵۸۸۰ زره میتریک ټنه پنبه تولید کړې ده.