آتن: ساحلي ساتونکو د افغانانو په ګډون په لسونو مهاجر ژغورلي
۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعهیوناني چارواکو د جمعې په ورځ وويل، دغه کښتۍ چې په ناوړه وضعیت کې وه او ۹۷ کسان پکې سپاره ول، د پنجشنبې په ورځ ېې د کيا جزېرې په اوبو کې وموندله. یاده جزيره د پلازمينې آتن جنوب ختيځ لورته موقعیت لري.
د یونان ساحلي ساتونکو وويل چې په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ېې څلور تنه چې ترکي اتباع دي د مهاجرو د قاچاق په تور نيولي دي. پاتې نور کسان د افغانستان، مصر، سورېې، سومالیا، اسرائيل او عراق هیوادونو څخه دي چې په هغو کې ۳۲ نارینه، ۲۲ ښځې او د ۳۹ سنونه کم دي.
یونان: د افغانانو په ګډون د لادرکه شوو مهاجرو له ډلې د شلو مړي موندل شوي
د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، دغې کښتۍ د ترکېې له ازمیر څخه د ايټاليا په مقصد خپل سفر پيل کړی وو او په کښتۍ کې سپرو مهاجرو قاچاقبرانو ته د سړي په سر ۸۰۰۰ یورو ورکړي دي.
په رپوټ کې د دغو مهاجرو د روغتيايي وضعیت او دا چې وروسته له دې به ورسره څه کيږي، څه نه دي ويل شوي.
یونان: په ډوبې شوې کښتۍ کې د مړه شوو مهاجرو شمیر لوړ شوی
هر کال د آسیا، افریقا او منځني ختيځ له جګړه ځپلو او فقیرو هیوادونو په لسونو زره خلک هڅه کوي تر څو پر خطرناکو سمندري لارو ځانونه د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو ته ورسوي.
په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي
په دې منځ کې ډېر مهاجر خپل سفرونه د ترکېې له سواحلو د یونان نژدې شرقي جزیرو پر لور په کوچنیو بادي کښتيو کې پیلوي او يا د ترکېې او شمالي افريقا له سواحلو څخه په لويو کښتیو کې د ايټالیا پر لور مستقیم سفرونه کوي.
هر کال پر سمندري لارو ډېر مهاجر د کښتيو د ډوبيدو په پېښو کې مړه او یا هم لادرکه کيږي.
mks/nz/(AP)
پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: