1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران:د سیاسي تورونو له کبله د يوې ښځې د اعدام حکم تائيد شوی

ګل غوټۍ پوپل | فارسی ډویچه ویله
۱۴۰۳ دی ۲۱, جمعه

د ایران د بشري حقونو کمپاین وايي چې د پخشان عزیزي د اعدام حکم په تیرو ۱۴ کلونو کې د سیاسي تورونو له امله د یوې ښځي د اعدام لومړنی حکم دی.د بشري حقونو دې بڼسټ دا په ایران کې د ښځو پر ضد د زورزیاتيو د ډېریدو نښه بللې ده.

https://p.dw.com/p/4p0bP
په تیر ۲۰۲۴ م کال کې په ایران کې د ۳۱ ښځو په ګډون ، ۹۰۱ تنه اعدام سوي دي
د پخشان عزیزي د اعدام د حکم تأیید؛ «په ایران کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېريدل»انځور: Hengaw

د ایران د اسلامي جمهوریت سترې محکمې، د ۴۰ کلنې مدني فعالې او مرسته کونکې، پخشان عزیزي د اعدام حکم تأیید کړی دی. دغه ښځه چې یوه ټولنیزه فعاله وه او په سوریه کې یې د پناه غوښتونکو په کمپونو کې فعالیت درلود، د سیاسي او وسله والو فعالیتونو په تور محکومه سوې ده.

د ایران  د بشري حقونو کمپاین لیکي چې د سترې محکمې له خوا د هغې د اعدام سزا، له حقوقي سرغړونو ډکې پروسې  وروسته تایید سوه چې «تر فشار لاندي اعترافونو، د مستقل وکیل نشتوالی، او د شکنجې د شواهدو په پام کې نیولو پرته» قانوني نیمګړتیاوې پکښې موجودي وې. هغه شواهد چې محکمې ته وړاندي سوي، دا ښیي چې د هغې د فعالیتونو او وسله والو کړنو ترمنځ هیڅ ډول اړیکه موجوده  نه ده.

د یوې «حیرانوونکي بې عدالتۍ» په وړاندې غبرګون

د ایران د بشري حقونو د مرکز (CHRI) مدیر، هادي قائمي دغه حکم «د بې عدالتۍ یوه ښکاره نمونه» وبلله او وې ویل:«د ایران قضایی دستګاه، د مهاجرو په کمپونو کې یې د بشر دوستانه فعالیتونو په هکله د پخشان عزیزي وړاندي سوي شواهد په بشپړ ډول له پامه غورځولي دي.»

هغه زیاته کړې ده:«د اعدام دغه حکم یو وار بیا ښيي چې اسلامي جمهوریت د اعدام له سزا څخه د فعالانو، په تیره بیا د اقلیتونو د ټولنو د غړو  او ښځو د ږغ د خاموشه کولو له پاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.»

اړوند:خبرپاڼه: په ایران کي د څلورو افغانانو په گډون ۱۵ کسان اعدام سوي

ددغه حکم د پلي کولو سیاسي او اجتماعي عواقب

دبشري حقونو کمپاین وایی، که د اعدام دغه حکم عملي سي، نو پراخ اجتماعي او سیاسي عواقب به له ځانه سره ولري. دا په تیرو ۱۴ کلونو کې د یوې سیاسي بندۍ، لومړنی اعدام دی او په ایران کې د سیاسي مخالفینو په تیره بیا ښځو د سرکوبه کولو د زیاتیدو یوه نښه بلل کیږي.

 وروستۍ ښځه چې د سیاسي تورونو له امله په ایران کی اعدام سوې ده، شیرین علم هولي وه چې ۲۰۰۹ کال په اپریل کې د محاربې په تور اعدام سوه.

اړوند:ملګري ملتونه: په ایران کې سږ کال تر ۴۰۰ ډېر کسان اعدام شوي

له اعدام څخه د مخنیوي له پاره نړیوالې غوښتنې

په ایران کې د بشري حقونو مرکز، له ملګرو ملتونو، غړو هیوادونو او بشري حقونو له بڼسټونو څخه غوښتي چې په چټکۍ سره ددې کار په وړاندي غبرګون وښیی او له ایراني چارواکو څخه وغواړي چې:

«د پخشان عزیزي داعدام حکم لغوه کړي. سمدستي دي د عملي کولو وړ ټول اعدامونه متوقف کړي.

د تورونو کسانو له حقونو او نړیوالو معیارونو څخه د پرله پسې سرغړونو له امله دي ، د اعدام د سزا د صادرولو لړۍ وځنډوي.»

د پخشان عزیزي وکیل، امیر رئیسیان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۸ مه)اعلان وکړ چې ددغې مدني فعالي د اعدام حکم د ایران په ستره محکمه کې تأیید سوي دی. هغه ټینگار وکړ چې ددغه هیواد سترې محکمې «د ډیرو نيمګرتیاوو په پام کې نیولو پرته» دغه حکم تأیید کړی دی.

د ملګرو ملتو دبشري حقونو عالي کمیشنرۍ په ایران کې د اعدامونو څپې «د اندیښنې وړ»بولي. په تیر ۲۰۲۴ م کال کې په ایران کې د ۳۱ ښځو په ګډون ، ۹۰۱ تنه اعدام سوي دي. دغه شمیرې په ایران کې له ۲۰۱۵ م کال راهیسي د اعدامونو تر ټولو لوړه کچه بلل کیږي.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.