د کرینه کپور او سیف علي خان د زوی پر نوم ولې اعتراض کیږي؟
د بالیوډ مشهوري جوړې کرینه کپور او سیف علي خان، د خپل زوی د زیږیدو د اعلان پر وخت وویل چې نوم یې پرې تیمور علي خان پټو ډي، ایښی دی. اوس په هند کې دغه نوم ایښودل بابیز گڼل کیږي.
په هند کې په ټولنیزو رسینو کې هش ټیگ تیمور علي خان، لاندي باندې کیږي. خو د دغه نوم د ستایلو پر ځای پرې نیوکي ډیري دي.
د هندي اتباعو په نظر دا نوم ځکه بابیز دی چې دغه نوم د څوارلسمې پیړۍ د گورکاني پاچا نوم ته ورته دی چې د هغوی په خبره پر ډهلي باندي د ولکې له پاره یې په زرونو خلک وژلي دي. په تاریخ کې دغه پاچا د تیمور لنگ، په نوم یادیږي.
د کرینه کپور او سیف علي خان له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي ول: «موږ د خپل زوی تیمور علي خان پټو دي، د زیږیدو اعلان کوو. موږ د رسنیو او ټولو مینه والو څخه مننه کوو چې نهه میاشتې یې زموږ سره ملتیا وکړه او مینه یې راکړه.»
خو ډیر داسې خلک هم شته چې په دغه موضوع کې د کرینه کپور او سیف علی خان ملاتړ هم کوي.
تیمور علي خان پټو ډي، د ۳۶ کلني کرینه کپور او ۴۶ کلن سیف علي خان لومړی ماشوم دی. سیف علي خان د خپلې پخوانۍ میرمنې امریتا سنگهـ څخه یو زوی او لور لري.
کرینه کپور او سیف علي خان د سه شنبې په ورځ په ممبی کې د خپل لومړي زوی د زیږیدو اعلان د تویتر پیغام له لوري وکړ.
دغه دواړه ښځه او خاوند د بالیوډ د دوو مشهور کورنیو سره تړاو لري. کرینه کپور د رندهیر کپور لور، د راج کپور لمسی او پرتهوي راج کپور کړوسۍ ده چې دغه ټول د بالیوډ مشهور فلمي لوبغاړي، پروډیوسران او یا ډایرکټران تیر شوي دي.
د سیف علي خان مور شرمیلا ټاگور، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰مه لسیزه کې مشهوري فلمي لوبغاړې وه.
د سیف علي خان پلار منصور علي خان د هند کریکټ لوبډلې کپتان هم وو.