د کمبه مېله په غم ولړل سوه
۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبهد هندي چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فبرورۍ ۱۱) د وژل شوو کسانو شمیر ۳۶ تنه ښوولی دی. زیاته شوې ده چې په پیښه کې یو شمیر کسان سخت ټپیان شوي هم دي.
د NDTV خبري آژانس د راپور په حواله دغه پیښه د آله آباد ښار د اورگاډي په تمځای یا سټیشن کې د دوو پلیټ فارمونو تر منځ د زیات ازدهام له امله د پله د کټارو د نړیدو له وجه رامنځته شوه. دغه ځای ته څیرمه د مها کمبهـ په نوم مذهبي جشن تر سره کیږي.
په یوه بیانیه کې د دغه هیواد لومړي وزیر منموهن سنگهـ ویلي دي چې «د دغه بدي پیښې خبر سخت ټکان ورکړی دی.» په عین وخت کې د هندوستان د ریلوې یا اورگاډو وزیر پاوان کمار بنسال، ویلي دي چې هغه به د پیښې د پلټنې په موخه آله آباد ته سفر وکړي.
د وژل شوو کسانو خپلوان د پیښې د رامنځته کیدو پړه پر پولیسو وراچوي، خو یو شمیر نور بیا وایي چې د بېړنیو مرستو ادارو ډیر وخت ونیوه چې د پیښې ځای ته راورسیږي. پر پولیسو تور لگول کیږي چې د پیښې په ځای کې یې خلک وهلي دي.
یوه تن عیني شاهد د NDTV خبري آژانس ته ویلي دي: «په بشپړه توگه بې نظمي وه. تر پیښې وروسته لږ تر لږه د دوو ساعتونو له پاره نه ډاکټر وو او نه امبولانس.»
په دغه مذهبي میله کې زیارت کوونکي په دې عقیده دي چې د گنگا، جمنا او سراسوتي سیندونو د یو ځای کیدو په ځای کې ولامبي نو له گناهونو څخه پاکیږي. سراسوتي سیند یوازې په افسانو کې موجود دی.
د یکشنبې په ورځ دغه مذهبي میله عوج ته رسیدلې وه او نزدې۳۰ میلیونو انسانانو برخه پکې اخیستې وه.
د کمبهـ میله، د جنوري د میاشتې پر ۱۴مه نیټه پیل شوې وه او د مارچ په میاشت کې به پای ته ورسیږي. دغه مېله هر ۱۲ کاله وروسته د آله آباد په ښار کې تر سره کیږي. د دغي مېلې ساحه تر څه نزدې ۱۹کیلومترو مربع ته غځول شوې ده او شاوخوا ۱۲ زره پولیس په دندو گومارل شوي دي.