«سفارتونه باید مستحقو پناغوښتونکو ته ویزې ورکړي»
۱۳۹۵ بهمن ۲۱, پنجشنبهمینگوسي دوې ورځي ترمخه په دغه اړه د اروپا جزايي محکمې «EuGH» ته د خپل غوښتنلیک د سپارلو پروخت همدارنگه وویل، چي په دې ډول سره به تر تعقیب لاندي پناغوښتونکو ته ددې زمینه برابره سي، چي په خپلو یا دریمو هيوادونو کي سفارتونو ته د پناغوښتني عریضې وسپاري او ورباندي غور وسي.
د مینگوسي په حواله د اروپايي ټولني غړي هیوادونه د بشري حقونو د منشور په منلو سره مکلف دي، هغو کسانو ته ویزې ورکړي، چي تر تعقیب لاندي وي او یا په خپلو هیوادونو کي د مختلفو شکنجو او غیرانساني اعمالو سره مخامخ وي. دده په خبره د ویزو په ورکولو سره ددې مخنیوی هم کیدلای سي چي خصوصأ ښځي او کوچنیان د انساني قاچاقبرانو او جنايي بانډونو څخه خلاص او استثمار نه سي.
مینگوسي د اروپا جزايي محکمې ته خپل غوښتنلیک تر هغه وروسته وسپاره، چي د درو اولادونو سره مل یوه سوریايي عیسوي فامیل په لبنان کي د بلجیم له سفارت څخه دویزې غوښتنه وکړه او عریضه یې ورته وسپارله. د کورنۍ پلار په خپله عریضه کي لیکلي وه، چي په سوریه کي د جنايي بانډونو له خوا تښتول سوی او یوازي د پیسو په مقابل کي یې ځان راخلاص کړی وو.
له حلب څخه دغې کورنۍ د خپل عیسوي مذهب له کبله د تعقیبیدو بیره درلوده. خو د بلجیم سفارت د ده عریضه رد اوویزه یې ورنه کړه. د سفارت دلیل دا وو چي د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه مکلف نه دي، څو ټولو هغو کسانو ته ویزې ورکړي چي یو غیرانساني حالت یې زغملی او ورسره مخامخ سوي وي.
خود لوی څارنوال په نظر دا ناممکنه ده چي دغه کورنۍ په سوریه کي پاته سي او له لبنان څخه بیرته خپل هیواد سوریې ته وشړل سي. هلته بیا قاچاقبرانو ته ځانونه تسلیم او د سختو خطرونو په منلو سره ځانونه ایټالیا یا یونان ته ورسوي. ځکه نو د مینگوسي په خبره اروپايي ټولنه باید دغې او هغه ته ورته کورنیو ته پناه ورکړي او د دې مخنیوی وکړی چي هغوی د غیرقانوني لارو د راتگ کوښښ وکړي.
تمه کیږي چي د مینگوسي عریضې ته به د اروپا جزايي محکمه په څو میاشتو کي جواب ورکړي او حکم به صادر کړي. که څه هم محکمه په هغه باندي مکلفه نه ده، خو که عریضه ومني او حکم صادر کړي، دا به نو بیا هغه د اروپايي ټولني د پناغوښتني او مهاجرينو پر سیاست باندي ډیره پراخه اغېزه وکړي.