شیرین نوبهاري: په قوت سره د عکس العملونو په وړاندې مبارزه
په ایران کې د بدني ښکلا یا باډي بیلډینگ په برخه کې ډیرې کمې ښځینه ورزشکارانې سته او دغه د گوتو په شمار زیاتره وخت د هغوی په وړاندې د تعصب سره مبارزه کوي. د بلې خوا هغوی په ټولنه کې په انزوا کې هم ژوند کوي.
په یوازې سر باډي بیلډرۍ ته رسیدلې ورزشکاره
۳۰ کلنه شیرین نوبهاري په تهران کی د یوه سپورتي کلپ د رنگه دیوال مخې ته ولاړه ده. د رسنیو په حواله هغې په ۱۴ کلنۍ کې لا د ښځو د بدني ښکلا سره خپله علاقه ښودلې وه. که څه هم دغه ډول سپورت په هغه وخت کی د هغې په ټاټوبي ایران کې په رسمي توگه نه وو پیژندل سوی. شیرین نوبهاري د ویډیو او مجلو له لارې په تمرین کولو پیل وکړ.
د قوي پاته کیدو له پاره ښوونکې
د رسنیو په قول، شیرین نوبهاري، د دغه هیواد د ځواکمنو ښځو په ډله کې ده او د لومړۍ باډي بیلډرې په توگه په رسميت پیژندل سوې ده. دا د عضلاتو د قوي کیدو په اړه خپله پوهه نورو ته هم انتقالوي او په اصطلاح دغه غیرعادي سپورت ته نورې ورزشکارانې هم هڅوي.
د ټولنې یوه هنداره
نه یوازې د شیرین نوبهاري له پاره په اول سر کې دا کار ستونزمن وو. د ایران د سپورت یوه مجله لیکي چې په اول سر کی ښځو ته اصلاً اجازه نه ورکول کیده چې په یوه سپورتی کلب کې تمرین وکړي. د ۲۰۰۰ کال په پیل کې ښځینه ورزشکارانې مجبوره وې چې په پټه د خپلو عضلاتو د قوي کولو له پاره تمرين وکړي. زیاتره وخت پرته له ترینرانو څخه.
د تمرین کولو ډیر کم امکانات
څو کاله مخکې د ایران کلبونو خپلې کوټې د ښځو پر مخ هم پرانیستلې وې. خو بیا هم یو عادی تمرین به زیاتره وخت امکان نه درلود. ښځینه ورزشکارانو به یوازې هغه وخت د تمرین کولو اجازه لرله چې نارینه نندارچيان به هلته نه وو حاضر. هغوی به یا سهار وختي تللې او یا هم د غرمې د سختې گرمۍ پر وخت.
په منزویتوب کی پرمختگ
سربیره پر دې به شیرین نوبهاري خپلو تمریناتو ته ادامه ورکوله. نه یوازې تمرین کول د هغې له پاره ستونزمن وو بلکه پر انستاگرام باندې به هم د هغې په عکسونو ریشخند وهل کیده. د رسنیو په حواله د هغې پر اکاونت به په میاشتو میاشتو بندیز لگول سوی وو.
هیڅ څوک نه غواړی د هغې عکسونه واخلي
داسې ښکاري چې په عادي کالیو کې شیرین نوبهاري له پامه غورځول سوې وي او په سپورتی کالیو کې هم دغه ۳۰ کلنه د خپلو عکسونو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ کیږي خو بیا هم ښه ده چې د نورو ښځینه ورزشکارانو په څیر، د بندی گرت له سزا سره نه ده مخامخ. د "Women in the World" په نامه آنلاین مجلې په حواله هغه غواړي په ایران کی پاته سي. هغه هیله لري چې پرته له محدودیتو د سپورت په برخه کې خپلو هیلو ته ورسیږي.