طالبانو یو ځوان نيولی وو، اوس يې جسد کورنۍ ته سپارلی
۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبهد ناصر خالد په نامه دغه روان شناس او مدني فعال درې ورځې وړاندې طالبانو نيولی او بېولی وو چې تر درې ورځني بند وروسته یې جسد د نوموړي کورنۍ ته په کابل کې سپارلی دی.
ناصر خالد د پخواني حکومت پرمهال د کابل د عامې روغتیا د ریئس ورور وو.
د کابل د عامې روغتیا دغه پخواني مشر پر ټولنیزو رسنیو د خپل ورور په هکله لیکلي دي: «ناصر خالد چې زما کشر ورور وو، درې ورځې وړاندې له دلیل پرته په کابل کې زنداني شوی وو، جسد يې نن موږ ته را وسپارل شو.»
خالد ناصر چې د پروان ولایت اصلي اوسیدونکی وو، يو اولاد يې لاره. طالبانو تر اوسه پورې د دې پیښې په هکله تبصره نه ده کړې.
تر دې وړاندې، په ورته یوه پیښه کې طالب چارواکو د استاد اسماعیل مشعل په نامه د پوهنتون یو استاد او همدا راز د ذکریا اصولي په نامه یو لیکوال او تاریخ پوه هم نیولي ول.
په داسې حال کې چې طالبانو واک ته له رسیدو سره سم د عمومي عفوې اعلان کړی وو، خو په دې موده کې د پخواني نظام ګڼ شمیر غړي نیول شوي او یا وژل شوي دي. طالبان بیا ټینګار کوي چې دوی عمومي عفوې ته ژمن پاتې دي.