قابله ګاني، په افغانستان کي د میندوارو مېرمنو لپاره یوه هیله
د م. م. په حواله په افغانستان کي په هرو ۲ ساعتونو کي یوه ښځه د ميندوارۍ او يا زيږون پر مهال مري. ټاکل سوې چي د قابله ګانو یوه ازمويښتي پروژه په افغانستان کي د طالبانو تر واک لاندي د ميندوارو لپاره د هیلو يوه نخښه واوسي.
په زېږنتون کې کار
د بامیان ولایت په مرکزې روغتون کي یو شمېر قابله ګاني د مسلکي کسانو تر څار لاندي د زده کړو په حال کي لیدل کیږي، چي د زېږون پر مهال له ښځو سره مرسته وکړي او د ماشوم له زېږېدولو وروسته مور او ماشوم ته پاملرنه وکړي. دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ «یو این ایچ سي ار» لخوا د سیمه ییزو مرستو بنسټ «د وطن د ټولنیزو او فني خدمتونو ټولنې» سره په همکارۍ پر مخ بېول کیږي.
د زېږون درد
له هغه وروسته، چي طالبان په ۲۰۲۱م کال کي یو وار بیا د واک پر ګدۍ کښېناستل، د ښځو پرمخ يې د پوهنتونونو دروازې وتړلې او د کار په ډګر کي يې هم پرې بندیزونه ولګول. یوازي په روغتیايي برخه کي استثنات سته. اوسمهال ۴۰ ځواني نجوني د بامیان په مرکزي روغتون کي په دې ازمویښتي پروګرام کي بوختي دي. ټاکل سوې، چي په راتلونکي کي په کلیو او بانډو کي د میندوارو مېرمنو سمه پاملرنه وکړي.
ښځي د ښځو لپاره
ګډونوالي په ډېره لېوالتیا خپل درسونه تقعیبوي. د قابله ګانو د زده کړي د دغه پروګرام یوې ۲۳ کلني ګډونوالي وویل: «غواړم زده کړه وکړم او له نورو انسانانو سره په کلیو کي مرسته وکړم.» مرسته ډېره اړینه ده. په افغانستان کي نژدې شپږ سلنه نوي زېږېدلي ماشومان له پېدایښت وروسته په پنځه کلنۍ کي مري.
د ویني فشار کتل او مهارول
د دوی له ورځينو کارونو څخه يو دا دی چي د میندوارو ښځو د ویني فشار چک او مهار کړي. یو شمېر له دې قابله ګانو څخه خپله میندي دي او د میندوارۍ په حالت خبري دي. د دې پروژې یوې ګډونوالي داسي وضاحت ورکړ: «اول مي نه غوښته، چي نرسه یا قابله سم.» خو د میندواورۍ تجربو يې نظر ور بدل کړ.
د محدوديتونو مراعتول
ټول شیان باید په پام کي ونیول سي، یوه شل کلنه نرس قابله د کاري وخت له پیل څخه ترمخه د هنداري په وړاندي پوړنی او ماسک منظموي. هغه په دې لار کي زیاتي ستونزي ګالي، هغه دوه ساعته لار پلی تګ کوي، چي روغتون ته ځان ورسوي.
ژور لید او ناسمه پاملرنه
د دې روزنیزي دورې له پای ته رسولو وروسته دغه قابله ګاني باید په لیري پرتو سیمو کي له ښځو سره د زېږون پرمهال مرسته وکړي، ځکه چي په هغو سیمو کي خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. د نړيوال روغتیايي سازمان د معلوماتو پر بنسټ افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چي د مور او ماشوم د مړیني ګراف پکښي لوړ دی. په سلو کي درې مېرمني د میندوارۍ یا د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اولاد په غم کي د مور اوښکې
۳۵ کلنه عزیزه رحیمي هغه ښځه ده چي روغتیايي مرستو ته يې د لاسرسي نه لرلو له امله خپل زوی له لاسه ورکړی. دا وايي: «ما دوه ساعته وینه ضايع کړه او مېړه مي ونه توانید، چي روغتون ته زما د وړلو لپاره موټر پیدا کړي.» عزیزې په کور کي کوچنی وزیږوی خو لږ وروسته يې زېږېدلي ماشوم مړ سو. دا زیاتوي: «ما نهه میاشتي خپل اولاد په نس وګرځوی او اخر مي له لاسه ورکړ، دا ډېره دردناکه ده.»
د ښځو نه پوهاوی
د بامیان په روغتون کي ښځي درملني ته ته انتظار کوي. له دوی څخه ډېری يې د میندوارۍ، زېږون او د ميندوارۍ د مخنيوي د لارو چارو په اړه پوهاوی نه لري. اوس لا هم په افغانستان کي تر سیمه ییزي منځنۍ کچي د زېږون سطحه لوړه ده. په دغه هیواد کي د ورکول سویو شمېرو له مخي هره ښځه ۴.۶۴ ماشومان زېږوي. په ګاونډي هیواد ایران کی بیا دا شمیره ۱.۶۹ ده.