لنډ خبرونه له انځور سره
په هندوستان کې د مذهبې مراسمو په ترڅ کې مرګ ژوبله
د هند د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د هندوستان په شمال کښې د یو لړ مذهبي مراسمو په جریان کښې د ګڼه ګوڼي له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي. دغه مذهبي مراسم د زرګونو هندوانو په اشتراک د هندوستان د اترپردیش په واراناسي سیمه کې ترسه کیدل. د لک نو د ښار د پولیسو مشر، دالجیت چوهدري خبریالانو ته وویل چې موږ د ۱۲ کسانو د وژل کیدو او د پنځو نورو د سخت ټپي کیدو پخلی کوو.
روسیه غواړي چې له المان سره خپلې اړیکې ورغوي
د دغو دواړو هیوادونو اړیکې د اوکراین د کړکیچ پر سر په دې وروستیو کې خرابې شوې وې. په المان کې د روسیې سفیر ولادمیر ګرینین د «کولنر اشتاد انسایګر» ورځپاڼې ته ويلي چې موږ غواړو د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې پیل کړو. په دې وروستیو ورځو کې د المان صدراعظمې مرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له ولسمشر پوتین او د اوکراین له ولسمشر سره د یوې څلور اړخیزې ناستې په هکله هم تلیفونې خبرې کړي دي.
یو امریکايي وګړی په نایجریا کې د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی
د نایجریا د دیلو ښار ښاروال د رویتر خبري اژانس ته ويلي دي چې نامعلومو وسلوالو د دغه کس پرکور د شپې ناوخته حمله کړې او د هغه د دوه ساتونکو له وژلو وروسته یې هغه د مالي د سمندر په لور تښتولی دی. دا په داسې حال کې ده چې په نایجریا کې د بهرنیو وګړو د تښتونې پیښې ډیر کمې دي. د نایجریا په ګاونډې مالي کې زیاتره بهرني وګړي تښتول کیږي او بیا تښتونکي یې د خوشي کولو په بدل کې د ډیرو پیسو غوښتنه کوي.
د سلواکیا پولیسو د پنځو تنو قاچبرانو د نیول کیدو خبر ورکړی
په سلواکیا کې پولیسو پنځه کسان په دې تورن کړي چې دغو کسانو تیرکال له هنګري څخه ۳۰۰ انسانان په ناقانونه توګه غربي اروپا، المان او اټالیا ته انتقال کړي دي. د جمعې په ورځ د سلواکیا پولیسو خبر ورکړ چې دغه پنځه کسان د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي او وايي چې دوی کیدای شي د انساني قاچاق په جرم په لسو کلونو زندان محکوم شي.
په فرانسه کې د ممکنه ترهګریز برید په تور دوه کسان نیول شوي دي
په فرانسه کې د ترهګریز برید په تور د دغه هیواد چارواکو د ۲۱ کلن ځوان او د هغه ۱۷ کلنې ملګرې د نیول کیدو خبر ورکړی. ویل کیږي چې دغه دوه کسان له رشید قاسم سره چې په فرانسه کې یې ترهګریز بریدونه طرح کړي وو، اړیکې لري. د استخباراتي سرچینو په اساس دغو دواړو نیول شوو کسانو د تلګرام له لارې د ځانګړو کوډونو په مټ له رشید قاسم سره اړیکې درلودې.
په عراق کې د شعیه ګانو پر مذهبې مراسمو انتحاري برید
د عراق په پایتخت بغداد کې یوه انتحاري برید درنه مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. د پولیسو او روغتیايي چارواکو په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د خبرونو په اساس بریدګر د شعیه ګانو د مذهبي مراسمو په منځ کې ځان الوزولی دی. د دغې حملې مسولیت تر اوسه پورې کومې ډلې نه دی منلی.