لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د وژل شوې افغانې په قضيه کې د تورن له پاره د عمري بند د سزا غوښتنه
د آلمان په تراونشتاين ښار کې د يوې افغانې چې عيسوۍ شوې وه، د وژنې په قضيه کې څارنوالۍ د تورن له پاره د عمري بند د سزا غوښتنه کړې. څارنوال غوښتنه وکړه چې سربيره پر محاکمه بايد دا د يوه سنگین جرم په توگه درجه بندي کړي. د محکوميدو په صورت تورن ښايي د ۲۰ کالو څخه د زياتې مودې د بند د سزا سره مخامخ شي. د تير کال په اپريل میاشت کې يوه افغان يوه افغانه ميرمن له دې کبله ووژله چې هغه عیسوۍ شوې وه.
هند: پاکستان مو څلور عسکر وژلي
د هند د پوځ په حواله پاکستان یې په لانجمنه سيمه کشمير کې څلور عسکر وژلي دي. زياته شوې ده چې پاکستاني پوځ د يکشنبې په شپه «بې له کوم دليله او په خپل سري توگه» د کنترول پر کرښه په ډزو او په لاسي بمونو دغه عسکر وژلي او دوه نور عسکر یې ټپيان کړي دي. د هند له خوا په ځوابي عملياتو کې د پاکستان پوځ ته د درانه زيان د رسولو ادعا شوې ده. د دوشنبې په ورځ وضعه آرامه وه خو د سيمې کابو ۸۰ ښوونځي تړل شوي دي.
سوريه: د اسد ځواکونو ښايي يو ځل بیا کيمياوي وسله کارولي وي
د سوریې پوځ ښايي د يوه کيمياوي بريد مسوليت پر غاړه ولري. د بشري حقونو د څار ټولنې او ولسي وگړو د سپين خوليو په نامه ډلې د سوریې د ادلیب ایالت په سراکيب ښار کې چې د ياغيانو له خوا کنتروليږي، د کلور گاز د بريد خبر ورکړې. ويل شوي چې د بريد له کبله يو شمير ملکيان ټپيان شوي دي. د رپوټونو په حواله چې د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوي، د بشارالاسد د ځواکونو څرخي الوتکو پر دغه سيمه بريد ترسره کړی.
په سوريه کې نور ترکي عسکر هم وژل شوي دي
د سوريې په شمال کې د کردانو د ولس ساتونکو مليشو پر ضد د ترکیې د پوځ د عملياتو پر وخت دوه ترکي عسکر وژل شوي دي. د پوځ له خوا ويل شوي چې په دې توگه د «زيتون د څانگې» په نوم عملياتو پر وخت چې کابو دوه اوونۍ مخکې پيل شوي، د وژل شويو ترکي عسکرو شمير ۱۶ ته ختلی دی. د شنبې ورځ د ترک پوځ له پاره د ۷ عسکرو د وژل کیدو له کبله تر ټولو خونړۍ ورځ وه. له دوی څخه پنځه عسکر پر ټانک د ډزو په نتيجه کې وژل شوي دي.
آلمان الجزايري يهودانو ته تاوان ورکوي
آلمان په پام کې لري په لومړي ځل په آلمان کې د يهودانو د وژنې څخه ژوندي پاتې شوي الجزايري وگړو ته تاوان ورکړي. په تل ابيب کې د «Claims Conference» په نوم ټولنې له خوا ويل شوي چې د اټکل له مخې به کابو ۲۵۰۰۰ الجزايري يهودانو ته تاوان ورکول کيږي. ويل شوي تاوان هغو يهودانو ته ورکول کيږي چې د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۲ م کالو ترمنځ په الجزاير کې د نازي آلمان متحد رژيم د يهودي ضد تدابيرو له کبله ځورول شوي ول.
د پاريس د احتمالي بريدگر لومړۍ محاکمه پیل شوه
په بيلجيم کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې په ۲۰۱۵م کال کې د پاريس د بريدونو د يوازيني ژوند پاتې شوي احتمالي بريدگر محاکمه پيل شوې ده. په سونه امنيتي ځواکونو په بروکسل کې یې د محکمې د ساحې امنيت خوندي کړی دی. خو د صالح عبدالسلام دا محاکمه د پاريس د بريدونو په تړاو چې ۱۳۰ تنه پکښې وژل شوي ول، نه ده. بلکې پر دې په بروکسل کې د ده د نيولو لږ د مخه د پوليسو سره د ډزو د تبادلې له کبله دعوا شوې ده.
۱۵ روسي لوبغاړو ته په ژمنيو اولمپيک لوبو کې د گډون اجازه نه ورکول کيږي
د اولمپيک نړيوالې کميټې د روسیې ۱۳ لوبغاړو او دوه روزونکو ته په پيونگ چانگ کې د ژمي اولمپيک لوبو کې د گډون اجازه نه ده ورکړې. د اولمپيک د نړيوالې کميټې له خوا د روسیې پر ۲۸ لوبغاړو د لگول شوي بندیزونو لغوه کولو، نورو لوبغاړو ته هم په ژمنيو لوبو کې د گډون تمه پيدا کړې وه. پر دغه لوبغاړو د ۲۰۱۴م کال د سوچي د لوبو پر وخت د ډوپنگ د افتضاح له کبله د ټول عمر له پاره بندیز لگول شوی وو.