له بلغاریا د ۱۸ مړو شویو افغانانو جسدونه کابل ته ولېږدول شول
۱۴۰۲ خرداد ۳, چهارشنبهد طالبانو تر ولکې لاندې باختر دولتي خبري آژانس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد له قوله خبر ورکړی دی چې دغه جسدونه د دغه وزارت او په بلغاریا کې د افغان سفارت په هڅو نن سهار کابل ته ورسول شول.
په خبر کې ویل شوي، د اتلسو ځوانانو جسدونه د کابل په هوايي ډګر کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د باختر آژانس په خبر کې راغلي دي چې دغو کسانو اروپا ته پر لار یوه کانتینر کې د اکسیجن د کمښت له امله ساه ورکړې وه.
د مهاجرو کښتۍ ډوبېدل؛ د ۳۲ افغانانو جسدونه پيژندل سوي دي
دغه پېښه شاوخوا درې میاشتې مخکې د بلغاريا مرکز صوفیې ته نیږدې شوې وه. هغه مهال هم د دغې پېښې انځورونه او ویډیوګانې پر خواله رسنیو له پراخو غبرګونونو سره یو ځای خپرې شوې وې.
له ايرانه د ۱۳ افغانانو جسدونه را انتقال سول
نن هم دا موضوع د خواله رسنیو د سر ټکی دی او ګڼو کسانو، افغانانو ته پر ناقانونه لارو اروپا او د نړۍ نورو هيوادونو ته د نه تلو سپارښتني کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ راهیسې اروپا او نورې نړۍ ته د افغانانو تلل زیات شوي دي چې ډېر کله پر لارو د مړینې، ژوبلېدنې او تشدد رپوټونه ورکول کېږي.