لڼد خبرونه له انځورونو سره
په برلین کې نوي پارلمان ټاکل کیږي
د یکشبنې په ورځ د برلین شاوخوا دوه نیم میلیونه اوسیدونکي د دې ایالت د پارلمان نوي استازې ټاکي. نظر پوښتنې ښيي چې ښايي په دې ایالت کې هم د آلمان د دوو لویو ګوندونو ایتلاف چې سوسیال دیموکراتان او مسیحي دیموکراتان په کې شامل دي، څوکۍ له لاسه ورکړي. د مکلنبورګ فورپومرن، په پارلماني ایالتي ټاکنو کې هم دغو دوو ګوندونو څوکۍ له لاسه ورکړې او د «آلمان له پاره بدیل ګوند» پارلمان ته لار وموندله.
په کشمیر کې ۱۷ هندي سرتیري وژل شوي دي
هندي چارواکو ویلي دي چې د کشمیر په اړي سیمه کې د هندي ځواکونو پر یوې اډې باندې د وسلوالو یاغیانو د برید په پایله کې ۱۷ هندي سرتیري او څلور برید کوونکي وژل شوي. په دې پیښه کې ۳۵ تنه نور پوځیان ټپیان هم دي. دا په تیر یوه کال کې په دې سیمه کې د خپل ډول تر ټولو سخت برید دی. دغه پوځي اډه د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر په هغه سیمه کې پرته ده چې دواړه هیوادونه یې د مالکیت ادعا کوي.
د روسیې او امریکا تر منځ د سوریې د شخړې پر سر نوي جنچالونه
د امریکایي الوتکو له خوا د سوريې رژیم د سرتیرو احتمالي وژنې، د واشنګټن او مسکو تر منځ نوي جنجالونه راپارولي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې ویتالي چرکین، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بیړنۍ غونډې څخه مخکې له وخته ووت. هغه دا کار غونډې ته د خپلې امریکایي سیالې سمنتا پوور تر راتلو وروسته وکړ. چورکین دغه برید چې په پایله کې یې ۶۲ سوریایي سرتیري وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان دي، قصدي بللی دی.
په امریکا متحده ایالاتو کې یوې چاودنې ۲۹ کسان ټپیان کړي دي
د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک په منهتن سیمه کې یوې چاودنې ۲۹ کسان ټپي کړي دي. د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو، ویلي دي چې د شنبې د شپې دغه چاودنه ښايي یو عمدي عمل وو. لا تر اوسه پورې د برید انګیزه روښانه نه ده. د پیښې له سیمې لږ لیرې پولیسو نور چاودیدونکي مواد هم کشف کړې دي. د امریکا په نیو جرسي ایالت کې هم چاودنه شوې ده چې څوک په کې نه دي ټپي شوي.
یونکر د کډوالو په اړه د میرکل سیاست ستاینه کړې ده
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر جان کلود یونکر، د کډوالو پر وړاندې د صدراعظمې انګلا میرکل، سیاست ستایلی دی. یونکر د آلماني رسنیو له ډلې سره په خبرو کې ویلي دي چې میرکل په دې برخه کې ریښتنې لوی والي ښولې ده. هغه ویلي دي چې آلمانۍ صدراعظمې له اروپايي کمیسیون سره په همغږۍ کې تل خپل روښانه سیاست ساتلی دی او د ژور باور له مخې یې عمل کړی دی.
د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو رپوټونه
د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو د لومړیو تورونو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي. د اپوزیسیون نوماند ولادیمیر ریژکوف، شکایت کړی دی چې د هغه په ټاکنیزه سیمه آلتای کې، محصلینو ته پیسې ورکړل شوي دي چې څو وارې رایې ورکړي. په مسکو کې د ټاکنیز کمیسیون مشر بیا ویلي دي چې د دې پیښې په اړه به څیړنې وکړي او د اثباتیدو په صورت کې به چارواکي د قانون منګلو ته وسپارل شي.
په آلمان کې د کډوالو په یوه استوګنځای کې اور لګیدلی دی
د آلمان د ارباغ سیمې په اولم ښار کې د کډوالو په یوه استوګنځای کې د شنبې په ورځ اور لګیدلی دی. پولیسو ویلي دي چې کیدای شي اور په قصدي توګله لګول شوی وي. یوې ډلې ته دنده سپارل شوې ده چې دغه موضوع وڅیړي. د کډوالو د دې استوګنځای ټول ۲۶ تنه اوسیدونکي ژغورل شوي دي او اوس په موقتي توګه یوه بل ځای ته لیږدول شوي دي.