ماشومانو ته په ازاده فضا کې وړیا زده کړه
د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د مدني فعالانو لخوا د بې وزلو ماشومانو له پاره یو وړیا ښوونځی جوړ شوی دی چې په کې شاوخوا زر تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
په آزاده فضا کې ټولګی
د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د مدني فعالانو لخوا د بې وزلو ماشومانو لپاره یو وړیا ښوونځی جوړ شوی دی چې په کې شاوخوا زر تنه زده کوونکي په زده ګړو بوخت دي.
تر شنه آسمان لاندې زده کړه
د کابل په ختیځ، بګرامي ولسوالۍ اړوند د بتخاک په لیري پرته سیمه کې چې سلګونه ماشومان ښوونځي ته لاسرسی نه لري د مدني فعالانو لخوا د زده کړو یو سیار ښوونځی جوړ شوی دی.
سیار ښوونځی
د یادې سیمې د اوسېدونکو په وینا، د دوی ماشومان له دولتي ښوونځيو څخه محروم دي. ځکه په خپله سیمه کې تراوسه دولتي ښوونځي نه لري او نورو ښوونځیو ته د ماشومانو تګ ستونزمن دی.
د دې سیار ښوونځي موقعیت د تغیر په حال کې وي
د « Today Child» په نوم سیار ښوونځی چې د څو محصلانو او مدني فعالانو لخوا جوړ شوی، د کابل په دې سیمه کې په وړیا توګه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د کورنۍ دنده کنترول
د دې سیار ښوونځي مشر وزیر خان چې خپل عمر ۲۳ کلن ښیي او په وینا یې د خپلو لوړو زده کړو ترڅنګ له نورو همکارانو سره په ګډه بېوزلو ماشومانو ته یې تدریس پیل کړی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ما به په کلیوالو سیمو کې ماشومان لیدل چې ښوونځي ته به نه تلل، د زده کړو زمینه به ورته نه وه برابره. نو ما له ځان سره تصمیم ونیوو چې د تعلیم پر برخه کې فعالیت شروع کړم.»
د لیک او لوست تمرین
په دې سیار ښوونځي کې زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي. دوی لا هم د زده کړو لپاره لومړینو امکاناتو ته لاسرسی نه لري. یو تن زده کوونکی عابد وایي: «زه له څلورو میاشتو راهیسې دلته درس وایم. صنف نه لرو. استاد کله یو ځای او کله بل ځای موږ ته درس راکوي.»
لیک او لوست د روښانه راتلونکي له پاره
وږمه یو بله زده کوونکې ده چې له لیک او لوست سره مینه لري او وایي چې ډېره خوشحاله ده چې زده کړې کوي. هغې وویل: «ما دلته ډېر شیان زده کړل او ډېره خوشحاله یمه.» بتخاک سیمه چې د کابل له مرکز څخه په ۱۷ کیلومترۍ کې پرته ده، ډېری اوسېدونکي یې په کرنې او مالدارۍ اخته دي.