مودي یو ځل بیا افغانستان ته سفر کوي
۱۳۹۵ خرداد ۱۴, جمعهپه هرات کې جوړ شوی دغه بند چې ارزښت یې له دوه میلیاردو ډالرو څخه لوړ دي، په افغانستان کې د هندوستان د پرمختیایي دوو لویو پروژو له ډلې څخه یوه ده.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ، افغانستان ته د مودې د شنبې ورځې سفر په اړه وویل: «د افغانستان او هندوستان د دوستي بند کار پای ته رسیدل، د ۱۵۰۰ څخه ډیرو افغان او هندی انجینرانو او نورو مسلکي کسانو د سخت کار نتیجه ده چې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې یې ترسره کړی دی.»
هندوستان په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د افغانستان یو له لویو مرسته کوونکو ملګرو هیوادونو څخه پاتې شوی دی. خو کابل ته د نوي دهلي دغه نزدې والي د اسلام آباد اندیښنه راپارولې ده چې د کارپوهانو په اند یې د دواړو هیوادونو تر منځ یوه سړه جګړه پیل کړې ده.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «په افغانستان کې د هندوستان اصلي انځور د هغه شریک دی چې د په سختو حالاتو کې [د افغانستان] تر څنګ دریدلی دی، داسې یو شریک چې د افغانستان له پراختیا سره یې ډیره مرسته کړې ده، نه دې هغو شریکانو په څیر چې له ناامنیو او ترهګري سره یې مرسته کړې ده.»
له دې خبرو څخه د دې هندي چارواکي هدف په روښانه توګه پاکستان ته اشاره وه، چې د کابل له خوا له طالبانو څخه په ملاټړ کولو تورن دی.