نوي صنعتي هیوادونه خپله لاره مشخصوي
۱۳۹۲ فروردین ۶, سهشنبهد بریکس هیوادونو مشران چې په کې برازیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبي افریقا شامل دي د جنوبي افریقا په روربان ښار کې یوه دوه ورځینۍ غونډه پیل کړې ده. د بریکس هیوادونو ډله په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه چې غواړي د غونډو په کولو سره خپل اقتصادي خپلواکي تقویه کړي.
د دغو هیوادونو حکومتونه په نړۍ کې د نویو صنعتي هیوادونو په ډله کې خپل ځانونه تر ټولو مهم گڼي. په دغو هیوادونو کې څه نا څه درې میلیارده انسانان ژوند کوي. په دې ترتیب سره نو د نړۍ ۴۴ سلنه نفوس د بریکس په غړو هیوادونو کې میشت دی. د نړۍ د ناخالص تولید یو پر څلورمه برخه هم همدغو هیوادونو پورې تړاو لري. کاپوهان وایي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به د نړۍ د ناخالص عاید ۴۰ سلنه برخه د بریکس غړو هیوادونو پورې تړاو ولري.
د بریکس بانک
د دغې غونډې اساسي موضوع د بریکس د ځانگړي بانک رامنځ ته کول دي چې په مخ په ودې هیوادونو کې به د بنسټیزو پانگونو ملاتړ کوي. دغه بانک به د نړیوال وجهي صندوق په شان دندې ترسره کوي. په نړیوال وجهي صندوق کې امریکا او اروپايي ټولنه ډیر نقش لري.
پلان شوې ده چې د بریکس هر غړی هیواد به دغه بانک ته ۱۰ میلیارده ډالر ورکړي. د روسیې د ولسمشر مالي مشاور میخاییل مارگیلوف، ویلي دي: «هدف دا دی چې نړیوال مالي جوړښت ته چې اوس د زړیدو په حال کې دی بدلون ورکړل شي.»
په دروبان کې د هیوادونو د مشرانو له غونډې سره مخالفت
غیر دولتي سازمانونو غوښتي دي چې د بریکس د مشرانو د غوڼدې پر ضد یوه بله غونډه جوړه کړي. یو تن چیني فعال چې او لونگ یو، نومیږي، ادعا کوي چې «د بریکس په غړو هیوادونو کې اقتصادي وده یوازې د کار د غیر انساني شرایطو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.» هغه له نویو صنعتي هیوادونو څخه غوښتي دي چې په راتلونکې لسیزې کې خپل د اقتصادي ودې سیاستونو ته بدلون ورکړي.
د بریکس د کنفرانس په څنډه کې د چین، روسیې او جنوبي افریقا د مشرانو تر منځ خبرې اترې هم پلان شوې دي. په دې غونډه کې د دغو هیوادونو شاوخوا ۵۰۰۰ استازي گډون لري چې ورته سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوې دي.