هندوستان د هاکې د لوبو کوربه توب له لاسه ورکړ
۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سهشنبهپه هغې خبر پاڼې کې چې د هاکي د نړیوال فدراسیون لخوا خپره شوي راغلي چې د هندوستان د هاکي په فدراسیون کې د ستونزو له کبله دغه سازمان پریکړه کړي چې هندوستان دې د سږ کال اتلولۍ کوربه توب و نه کړي. په خبر پاڼي کې د هاکي د فدراسیون د مشر، لیندرو نیګري، په حواله راغلي:
«مونږ خواښیني یو چې د دغه هیواد کوربه توب بل هیواد ته سپارو. دغه کار د لوبي د مینه والو، لوبغاړو او د لوبو د تنظیم کونکو لپاره ډیر سخت دی خو مونږ په دې فکر یو چی یوازې له دغې لاري کولای شو چې ښې اتلولۍ په لاره واچوو.»
اوس مهال په هندوستان کې د هاکي د لوبي د تنظیم دوه سازمانونه په کار بوخت دي. لومړی سازمان د «هاکي اندیا» او دویم سازمان «د هندوستان د هاکي فدراسیون» دی.
د هاکي نړیوال فدیراسیون ویلي چې په یوه هیواد کې د یوه ځانګړي سپورت د تنظیم لپاره باید یوازي یو سازمان شتون ولري چې د خپل مربوطه سپورت د تنظیم او ملي لوبو د په لاره اچولو پوره صلاحیت او مسؤلیت ولري.
اوس مهال د هاکي نړیوال فدراسیون د «هاکي اندیا» سازمان د هندوستان د هاکي د تنظیم کونکي سازمان په توګه په رسمیت پیژني. په خبر پاني کې د هاکې نړیوال فدرسیون هیله څرګنده کړي چي هندوستان وشي کولاي ترڅو په راتلونکې کې د هاکې د نورو لوبو کوربه توب وکړي. د هاکي د اتلولۍ په سیالیو کې د دغي لوبې مخکښ هیوادونه برخه اخلي.
د هاکي نړیوال فدراسیون ویلي چې د سږ کال د لوبو کوربه توب ته د کاندیدو هیوادونو نومونه به په راتلونکي اونۍ کې اعلان کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل