هند: ډاکټرانو د یوه ناروغ له سره کابو دوه کیلو تومور لیرې کړ
۱۳۹۶ اسفند ۴, جمعهد هند په ممبۍ روغتونو کې جراحانو د یوه ناروغه له مغزه ۱،۸۷ کیلوګرامه دانه لیرې کړې ده. دغه عملیات چې د فيبروري مياشتي پر ۱۴ تر سره شوي دي اووه ساعته یې دوام کړی دی.
خو د هغه د عملیاتو خبر عامه محضر ته وروسته له هغه راووت چې د ممبۍ د BYL نیر روغتون ډاکټرانو د دې ډاډ ورکړ چې د سنتلال پال روغتیایي حالت مخ پر ښه کیدو دی.
جراح سریکانت بلاس اوبرامانیم، چې په دغو عملیاتو کې یې برخه درلوده له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تومور دومره لوی وو چې داسې ښکاریده لکه د ناروغ د سر د پاسه بل سر نښلول شوی وي.»
نوموړي ډاکټر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د تومور لوی والي او د پال کم خونۍ عملیات لا پسې سخت کړي وو. د هغه په خبره د عملیاتو په ترڅ کې پال دري نیم لیتره وینه له لاسه ورکړه.
نادره عملیات
پال، چې د هند د شمالي اتر پرادیش ایالت دوکاندار دی له درو کلونو راهیسې يې دغه تومور لاره. په نوموړي ایالت کې په درو روغتونو کې ډاکټرانو هغه ته ویلي ول چې د دغې تومور عملیات نه شي کیدای.
د ډاکټر سریکانت بلاس اوبرامانیم، په خبره تومور د پال د ديد وړتیا اغیزمنه کړې وه او تل د هغه د سر دردۍ سبب شوې وه. د نوموړي ډاکټر په خبره پال د دغه ستر تومور له کبله خپل د سترگو ديد له لاسه ورکړی وو خو سترگي به ئې اوس به په تدریجي ډول ښي شي.
زموږ له آرشیف څخه: