ولي په هند کي ښځي د غوایې ماسک پر سروي؟
یوه هندي عکاس سجاترو ګهوش، په خپلې نوې پروژې کې داسي پوښتنه راپورته کړې چې آیا په هندوستان کې د ښځو حیثیت تر غوایانو کم دی؟ ګهوش د غوایانو په نوم تشدد د ښځو د ساتني له موضوع سره پرتله کړې.
آیا غواګانۍ ډیر ارزښت لري؟
دری ویشت کلن عکاس شخاترو ګهوش وایې چې د دې پروژۍ موخه د ښځو پر وړاندې د ترسره کیدونکي تشدد او زور زیاتې موضوع راپورته کول دي. د هغه په خبره: «که موږ غواګانې ژغورلی شو، نو ښځې ولی نه؟»
د ښځو د حقونو له پاره غږ پورته کول
ګهوش وایې چې د غواګانو په نوم د خلکو په عام محضر انسانان وژل کیږي، خو د ښځو د حفاظت موضوع بیا له پامه غورځول شوی. د رسمي اعداد او شمیرو له مخې په هندوستان کې تر هرو ۱۵ دقیقو وروسته یوه ښځه د جنسي تیري د پيښې ښکار کیږي.
د غوایې ماسک
گھوش وایې چې تر ټولو دمخه هغه د غوایې ماسک خپلو دوستانو او د کورنۍ ښځینه غړو ته په سر کړ او د هغوي انځورونه یې واخیستل، خو اوس ډیر شمیر نورې ښځې هم غواړي چې د هغه د پروژۍ یوه برخه وګرځي.
ټولنیزې ستونزې
په هندوستان کې د جنسي تیري ډیرې پيښې خو له سره راجستر کیږي هم نه، ځکه ډیري وختونه قرباني شوې ښځې د تیري کونکونکو له خوا د دوباره زورول کیدو ویره لري. په ټولنیز لحاظ هلته داسې ذهنیت موجود دی چې ډيري وختونه اغیزمنې شوې میرمنې یا د کورنۍ غړي یې خاموشه پاتې کیږي.
د غوایې په نوم تشدد
په دې وروستیو کې په هندوستان کې د غوایې په نوم د تشدد رپوټونه ورکول شوي دي. په یو شمیر پيښو کې ظاهراً د غوایې غوښې د خوړلو له امله خلک وژل شوي دي.
د ښځو پر وړاندې جرمونه
په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په هندوستان کې د ښځو د حفاظت له پاره قوانین سخت کړای شول. خو سره له دې هم په ۲۰۱۵ م کال کې د ښځو پر وړاندې د ۳۲۷۳۹۰ مختلفو واقعاتو رپوټ ورکړل شوی دی.
پر ګهوش نیوکې
په همدې منځ کې په ټولنیزو رسنیو کې پر ګهوش انتقادونه هم شوي دي. ډیر شمیر خلکو (هندوانو) پر هغه د غوایې د توهین یا بی حرمتۍ تورونه لګولي دي. په هندوستان کې هندوان غوایې ته په مذهبي لحاظ ډیر درناوی کوي او د غوښې خوړل یې جرم بولي.
د وضعیت د ښه کیدو هیلې
ګهوش هیله لري چې خلک به د هغه پیغام په سمه توګه درک کړي او څنګه چې د غوایې د ژغورنې کوښښ روان دی، په همدي شکل د ښځو حفاظت او ژغورنه هم اړینه ده.