ولي ښځينه رکشته چلوونکي زياتي سوي دي؟
په هندوستان، بنګله دېش او ګاونډي هيوادونو کي يې عموما رکشه چلوونکي نارينه وي. خو اوس د ښځينه رکشه چلوونکو شمېر مخ په زياتېدو دی. دا چي ولي، په هکله يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
ښځينه چلوونکې په ممبی کي
دغه انځور د ۲۰۱۷ کال په می مياشت کي اخيستل سو او چايا مهيت ښيي چي په ممبی ښار کي د رکشه چلولو تمرين کوي.
دولتي امر، ښځه پر سټيرنګ
په دغه انځور کي چايا موهيت ليدل کيږي چي په ممبی کي رکشه چلول زده کوي. چايا مهيت له يو شمېر هغو ښځو څخه ده چي د يو ځانګړي دولتي امر وروسته په رامنځ ته سوي يو پروګرام کي يې برخه واخيسته.
د ښځو د پرمختګ پروګرام
ټکسي، رکشه او ورته ترانسپورتي وسايل عموما د نارينه و له خوا چلول کيږي. خو په هند کي د ښځو تر منځ د بې روزګاري کمولو د يو پروګرام په ترڅ کي زياتو مېرمنو ته د رکشه چلولو تربيه ورکول کيږي او له کبله يې د ښځينه رکشه چلوونکو شمېر مخ په زياتېدو دی.
د تعجب په سترګو
د بايسکلي رکشه چلوونکې دغه مېرمنه موسم ياسمين نوميږي. هغه د بنلګه دېش يوازنۍ ښځينه رکشه چلوونکې ده چي د چيته ګونګ په سيمه کي ځان او کورنۍ ته رزق ګټي. زيات خلک دغې مېرمني ته د تعجب په سترګو ګوري او بعضي ورته د «لېونۍ خاله» خطاب کوي.
باهمته
ياسمين چي يوه باهمته او خواري کښه ښځه ده د خپلې رکشې دننه انسانان او سامان ترانسپورت کوي. دغه مېرمنه چي په خپل هيواد کي د مېرمنو له پاره يوه ښه بېلګه ګرځېدلای سي، ورته اکثره سپرلي يې البته د «لېونۍ خاله» په نوم خطاب کوي او په دې توګه د هغې د زحمت او خوارۍ اړين قدر نه کوي.
ګلابي رکشه
په ۲۰۱۵ کال د پاکستان په لاهور ښار کي هم د «ګلابي رکشه» په نوم پروژه پېل سوه، چي مقصد يې د ښځينه سپرليو له پاره د ښځينه رکشه چلوونکو خدمات وړاندي کول او په همدې توګه د مېرمنو د پرمختګ او روزګار له پاره اقدام کول وو.
کم شمېر
د پاکستان په لاهور ښار کي د «ګلابي رکشې» پروګرام د يوې غير دولتي موسسې له خوا تمويليږي. خو په سويلي آسيا کي اوس هم د ښځو له خوا د عامه ترانسپورت د خدماتو وړاندي کول غېر عادي تصور کيږي. له بل اړخه زياتي مېرمني وايي چي د ښځينه رکشه چلوونکو په رکشه کي په سفر سره ځان زيات خوندي احساسوي. دا په داسي حال کي چي په هند کي د ښځو پر وړاندي جنسي زهيرونې په تيرو وختونو کي لوی سرټکي پاته سوي دي.