ولې چین د نیوزیلند یو کانال خپل امنیت ته ګواښ بولي؟
۱۴۰۱ تیر ۱۷, جمعهد ويلنګټون د ښاروال ویاند، رچارډ میکلین پنجشنبه د جولای ۷مه د آلمان خبري آژانس سره په مرکه کې تائيد کړه چې د بيجنګ حکومت نه یوازې په پلازمينه کې د ځمکې لاندې د فاضلابو يو کانال د چین د ملي امنیت له پاره ګواښ بللی، بلکې دا يې هم ويلي دي چې دغه کانال دې له اوسني ځای څخه کوم بل ځای ته منتقل شي.
ريچارډ میکلین زیاته کړه چې د فاضلابو دغه کانال دومره لوی دی چې په یوه وخت کې څو کسان کولای شي په آسانۍ سره په کې ګرځي راوګرځي. د بيجنګ له پاره دغه کانال ځکه د انديښنې وړ ګرځېدلی چې چین ېې څنګ ته د خپل سفارت له پاره نوې ودانۍ جوړوي.
د ويلنګټون ښاري شورا د چین سفارت ته د نوې ودانۍ منظوري څلورکاله مخکې ورکړې وه، خو تر اوسه د جوړولو کار نه دی پیل شوی. چین اوس غواړي د ودانۍ د رغولو چارې پيل کړي.
چینايي چارواکو د ويلنګټون ښاروالۍ له استازو سره په خبرو کې د ځمکې لاندې دغه کانال د خپل «امنیت له پاره یو ګواښ ګڼلی دی.»
د ویاند په حواله، د ويلنګټون ښاري شورا په دې اړه مخالفت نه لري او ويلي دي که د چین حکومت غواړی نو دوی به دغه کانال بل ځای ته انتقال کړي. شورا ويلي دي چې د انتقال په صورت کې د هغه بندو بس او د پروژې لګښت دواړه به د چین په غاړه وي.
د نیوزیلند د پلازمېنې ښاري شورا د کارپوهانو په خبره د دغه کانال تبدیلي یوه لویه ساختماني پروژه ده چې د اجرا په صورت کې به ېې لګښت پر چین راځي خو نظارت به يې په خپله نيوزیلند کوي.
په نیوزیلند کې د چین سفیر، وانګ شياولونګ، دامنینن پوست په نوم ورځپانې سره په خبرو کې دغه کانال يوه امنیتي ستونزه بللې ده. هغه ويلي دي چې د سفارت او ښاروالۍ چارواکي کوښښ کوي چې دغه موضوع حل کړي.
د چین سفیر همدارنګه ویلي دي چې هیواد يې غواړي د سفارت د نوې ودانۍ ساختماني چارې پيل شي.
دویچه ویله ا/م.ک.ص./ا.ا.