«په آلمان کي له بهرنیانو سره تبعیضي چلن کیږي»
۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبهنایکا فروتن په فرانکفورت کي وويل »که څه هم ډيری کسان ښايي داسي احساس ولري چي د بهرنیو پر وړاندې ځغم او پرانيستې مفکوره لري، خو په ښوونځیو او شرکتونو کي بيا په حقيقت کي هرڅه بل ډول دي».
د (Bembel und Baklava) تر شعار لاندي د هيسن ايالت د ټولنيزو چارو د وزارت په بلنه کارپوهان، سياستوال او روزونکي راغوښتل سوي ول. د برلين له هومبولډ پوهنتون څخه د مدغم کيدو، ټولنيزو او سياسي چارو پروفيسرانو په حواله د پلټنو له مخي په خټه ترکي زده کوونکي د خپلو نورو هم ټولگيوالو په پرتله په عين لياقت سره بل ډول نومرې تر لاسه کوي.
همدارنگه د کار په بازار کي تجربو ښوولې ده چي هغه ښځي چي نومونه يي خارجي وي او يا هم پوړني پر سر کوي د يوه کار د ترلاسه کولو په خاطر مرکې ته ډيري لږي دعوتيږي.
د دغې کارپوهې په حواله دا د سياستوالو دنده ده چي مدغم کيدل يوازي پر خارجيانو باندي محدود نه کړي. فروتن له دولت څخه غواړي چي د ټولو له پاره مساوي چانس ورکول خپل هدف وگرځوي.