په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر زیات شوی
۱۳۹۸ دی ۱۶, دوشنبهد ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په وینا په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر دهغې څخه دمخه کال په پرتله یوولس سلنه زیات وو چې شمیر یې تر ۴۲۶ زرو انسانانو زیات وو. زیاتره کسان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.
د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر د رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې خلک خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په دغه ډله کې ۵۸ سلنه یې ماشومان دي چې عمرونه یې تر اتلس کلنۍ کښته دي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸م کال کې شا او خوا ۳۸۵ زره داخلي بې ځایه شوي کسان ثبت کړي وو. د ملګرو ملتونو په وینا دا خبره لا نامعلومه ده چې په ۲۰۱۸م کال کې راجستر شوي کسان لا هم خپلو ټاټو ته ورګرځیدلي که نه. د دې علت پر نورو سربیره هغو ولایتونو ته نه لاس رسی یاد شوی دی چې جګړې پکې رواني دي.
تر دې دمخه د ملګرو ملتونو له لوري په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰م کال کې به شا او خوا ۹،۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.