په جرمني کي له کاله ۱۲ ميلیونه ټنه خواړه ضایع کیږي
۱۳۹۸ دی ۱۷, سهشنبهد نوي څيړني دغه ارقام چي د جرمني د زراعت وزارت څو ورځي مخکي خپاره کړل ویلي دي چي وزارت یې پلان لري دغه ضایعات تر ۲۰۳۰م کاله پوري نیمايي ته ورسوي. د جرمني کابینې د تیرکال په فبرورۍ میاشت کي په دې هکله یوه فیصله وکړه او د زراعت وزارت دغه ډول یو پلان یې ومانه. خو داچي د حکومت دا پلان چي هغه دي نیمايي ته راورسوي، کامیابه به وي او که څنگه، دا به وروسته معلومه سي؟
داسي چي د زراعت وزارت به د خوړو ضایع کوونکو له ټولو څانگو سره د خبرو له لاري هغوی ته قناعت ورکوي، تر څو د مشخصو اهدافو د تعینولو له لاري دغه پلان عملي سي.
د نوي څيړني پراساس په ۵۲ فیصده سره تر ټولو ډیر خواړه کورنۍ ضایع کوي، ورپسې په ۱۲ فیصده سره زراعتي څانگه راځي، چي مثلاً شیدې یې نه خرڅیږي، باید چپه یې کړي او یا تازه سابه له منځه یووړل سي، ځکه چي هغه هم نه خرڅيږي.
۱۸ فیصده زراعتي صنایع ضایع کوي، ۱۴ فیصده رستورانتونه او د غذايي موادو خرڅونکې غرفې.