په سویلي آسیا کې د سمندري بیړیو هدیره
په هند او بنگله دیش کې سمندري کښتۍ او بېړۍ پرزه کيږي. د بیړیو د پرزه کولو پر مهال کارگرو ته نه کوم حفاظتي تدابیر په پام کې نیول کیږي او نه چاپیریال ساتنې ته پام اړول کیږي. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
بې آسرې
دغه انځور د بنگله دیش د چټاگونگ ښار کې د سمندري کښتیو د پرزه کولو د یوه مرکزی دی. په دغه برخه کې یو پر څلورمه برخه کارکوونکو عمرونه تر اتلسو کلونو کم دي. په دغه ځای کې نه کارگرو ته کوم خونديتوب ورکول کیږي او نه د چاپیریال ساتنې په هکله فکر کیږي. د بنگله دیش حکومت هم دې ته خپل پام نه اړوي.
استثمار
د ځوانانو او کم عمره ماشومانو څخه زیات کار اخیستل کیږي او د نورو په پرتله ورته معاش یا ورځنی مزد هم کم ورکول کیږي.
حفاظتي تدابیرو نشتوالی
د خرابه شوو سمندري بیړیو او کښتیو د ټوټه کولو له پاره سختو حفاظتي تدابیرو ته اړتیا وي. کارگرو ته ځانگړې خولۍ، عینکې او بوټان باید ورکړل شي، خو دغه کار په هند او بنگله دیش کې نه تر سره کیږي. د کښتیو د ټوټه کولو په مرکزونو کې د کارگرو ټپي کیدل ورځنی معمول دی.
سوځیدلی کارگر
شیخو، د چټاگانگ په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی. دی هغه مهال وسوځید، چې د یوې سمندري بیړۍ د ټوټه کولو په وخت اور ولگید.
معلولیت
ادریس یو وخت د کښتیو د ټوټه کولو صنعت سره تړلی وو. په یوه پیښه کې هغه خپله پښه د تل له پاره له لاسه ورکړه.
زهري ککړتیا
د بیړیو د ټوټه کولو له صنعت څخه یوازې کارگر نه اغیزمنیږي، بلکې د شا او خوا سیمو اوسیدونکي هم له ستونزو سره لاس او گریوان دي. له کاره لویدلو بیړیو څخه بهیدونکي تیل تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمې ککړې کړي دي. د ویلډنگ یا فلز کارۍ لوگی هوا هم ډیره ککړه کړې ده.
هیڅ امکان نه شته
په کومو سیمو کې چې د بیړیو هدیرې دي، د هغو سیمو د چاپیریال نظام گډ وډ شوی دی. نه اوس هلته کر کیله کیږي او نه پکښې کبان نیول کیدای شي.
آلنگ
د هند په گجرات ایالت کې د «آلنگ» شپ بریکینگ یارډ یا د کښتیو د ټوټه کولو ځای ته د نړۍ په کچه د سمندري بیړیو ستره هدیره ویل کیږي. په دغه ځای کې کابو ټول کارکوونکي د هند له شمال سره تړاو لري. دغه خلک په ډیر عادي ځایونو کې اوسیږي. ویل کیږي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې په آلنگ کې له ۲۶۰۰ څخه زیاتې سمندري کښتۍ ټوټه کړی شوي دي.
د اوبو او بريښنا نشتوالی
په آلنگ کې د دغو کارگرو کورونه ډیر کوچني دي. په دغه کورونو کې نه د اوبو بندوبست شته او نه د بریښنا.
دمه
د سخت باران په صورت کې کارگر کار پریږدي. د کوم حفاظتي تدابیرو پرته دغه کسان د یوې زړې کښتۍ یوه څنډه کې راغونډيږي.
سیلانیان
د سمندري بیړیو دغو هدیرو ته خلک یوازې د کار کولو له پاره نه ورځي، بلکې ډیر شمیر سیلانیان هم له دې سره لیوالتیا لري چې د کښتیو د ټوټه کیدو صحنې وویني او د هر پړاو انځورونه واخلي.