1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د راتلونکو پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی راغلی

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

اروپايي ټولنې ته په مارچ میاشت کې د پناه غوښتونکو په راتګ کې کموالي راغلي. په دې ترتیب نو له هغو لارو چې پخوا ورڅخه ډیر پناه غوښتونکي د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته رارسیدل، په تیره میاشت کې کم کسان دې سیمې ته راغلي.

https://p.dw.com/p/3b3UI
Griechenland Mazedonien Migration l Flüchtlinge
مهاجر د مقدونيې او يونان تر منځ سرحدي سيمه کې - د آرشيف انځور انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski

په وارسا کې د اروپا د سرحدونو د ساتنې ادارې یا «فرونتکس» د پنجشنبې په ورځ ویلې دي چې په مارچ میاشت کې د ناقانونه مهاجرو د راتګ ټولې ۴۶۵۰ پيښې ثبت شوې دي. په تیره مياشت کې دغه شمير ۶۲۰۰ وو.

د ۲۰۲۰ م کال په لومړيو دريو مياشتو کې اروپايي ټولنې ته د رسیدونکو ناقانونه سفر کوونکو شمير ۲۴۵۰۰ وو، چې د تیر کال همدې مودې په پرتله یو څه زیاتوالي ښيي.

يوازې د مديترانې ختيځ ته د ترکيې او يونان له لارې ۲۳۰۰ کسان اروپا ته رسیدلي دي، چې له فبروري مياشت څخه ۳۸ سلنه کموالې ښيې. دغه راز د مارچ مياشتې په لومړیو ورځو کې ډير شيمر پناه غوښتونکو کوښښ کوه چې يونان ته ځانونه ورسوي.

د روا ن کال په لومړیو درو مياشتو کې له دغې لارې ۱۰۳۰۰ ناقانونه مهاجرو اروپا ته ځانونه رسولي دي چې دا د تیر کال همدې مودې په پرتله پنځه سلنه زیاتوالي ښيي. ډير شمير پناه غوښتونکي له افغانستان، سوريې او ترکيې څخه دي.

تر مدیترانې وروسته، د بالکان هیوادونو له مسیر څخه هم په مارچ میاشت کې ډیر شمیر کسان په ناقانونه توګه اروپا ته رسیدلي دي چې شمیر یې ۱۱۰۰ تنو ته رسیږي. د مدیترانې له لويديځې لارې چې هسپانيا ته رسیږي هم ۴۵۰ کسان په ناقانونه توګه اروپايي ټولنې ته رسیدلي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: