په ماليزيايي الوتکه پسي په نوې سيمه کي لټون
۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعهد يوې ماليزيايي الوتکي تر «اسرار اميزه» تری تم کېدو نزدې درې اوونۍ وروسته اوس کارپوهان وايي چي دغه بوينگ الوتکه په يوې بلي سيمي کي سقوط کړی دی.
د استراليا دريابي امنيتي چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۸) اعلان وکړ چي اوس يې په ورکه سوې الوتکه پسې د پل اخيستلو دقيقه سيمه پيدا کړې ده. په دغو نوو اطلاعاتو کي د رادار د معلوماتو د «دقيق تحليل» له مخي د الوتکي د لوېدلو سيمه د چين درياب له جنوب څخه تر مالاکا تنگي پوري ښوول سوې ده.
په دې ترتيب سره نو د پلټني اوسنۍ سیمه له پخوانۍ سيمي څخه نزدې ۱۱۰۰ کيلومتره تصحيح سوې ده او اوس د اکتشافي ډلو تمرکز د هند اقيانوس شمال شرقي سيمي ته دی. د ماليزيايي الوتکي د سقوط نوې احتمالي سيمه ۳۱۹ ززه کيلومتره مربع ښوول سوې ده.
د استراليايي چارواکو په خبره د پلټني اوسنۍ سيمه له «پرت» ښار څخه ۱۸۵۰ کيلومتره ليري ده. د رادار معلومات ښيي چي د ورکي سوي الوتکي سرعت تر هغه ډېر وو چي تر اوسه پوري يې اټکل کېدی.
په ورکه سوې الوتکه پسي د لټون چاري چي د پنجشنبې په ورځ د خرابي هوا له کبله ځنډېدلي وې نن د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸) بيرته پيل سوي دي.
د استراليايي کارپوهانو د څېړنو له مخي له هغه وروسته چي الوتکه له راداره ورکه سوې ده سرعت يې ډېر سوی دی او د تيلو مصرف يې هم زيات سوی دی، ځکه نو د الوتکني واټن لنډ سوی دی.
د ماليزيا ۷۷۷ ډوله بوينگ مسافر وړونکې الوتکه په MH370 شمېره پرواز د مارچ مياشتي پر ۸ نېټه له کوالالمپور څخه د پيکنگ پر لور والوته او تر يوه ساعت الوتني وروسته له راداره ورکه سوه. په دغه الوتکه کي ۲۳۹ کسان سپاره ول.