په نړۍ کې له ۱۱۰ ميليونو څخه ډېر پناه غوښتونکي
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۰۰م کال د دسمبر پر څلورمه نيټه په يوه پریکړه لیک کې د جون ۲۰مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. په تیرو لسو کلونو کې د مهاجرینو شمیر له ۱۱۰ میلیونو څخه ډیر شوی دی.
په نړۍ کې تر سل ميلیونو ډېر پناه غوښتونکي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۰۰ کال د ډسمبر په څلورمه په خپله غونډه کې د کډوالو لپاره د عالي کمېشنرۍ د جوړېدو له پنځوسمې کلیزې سره سم د جون ۲۰مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. په تیرو لسو کلونو کې د پناه غوښتونکو شمیر دوه چنده شوی او له سل میلیونو څخه اوښتی دی.
جګړه
جګړې د انسانانو په بې ځایه کیدو کې ستر نقش لوبوي. د نړۍ له ۷۰ سلنه څخه ډیر کډوال له هغو هیوادونو او سیمو څخه راځي چې په جګړو کې ښکیل دي. په ځينو هېوادونو کي جګړه حتی له لسیزو راهیسې روانه ده. اوکراین، افغانستان، سوریه، ایتوپیا، یمن، جنوبي سوډان، میانمار او وینزویلا د جګړه ځپلو سیمو بېلګې دي.
جګړه او داخلي پناه عوښتونکی
جنګونه د خلکو د بې ځایه کیدو اصلي لامل دی. په لومړي سر کې، د دوی یوه لویه برخه په خپل هیواد کې "خوندي" سیمو ته پناه وړي. په سوریه، عراق او کولمبیا کې د جګړو له امله شاوخوا ۵۰ میلیونه کسان په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.
جگړه؛ په بهر کې پناه
په میلیونونو نور خلک بیا د جګړو له امله ګاونډیو هیوادونو ته او یا هم نورو لري هېوادونو ته پناه غوښتنې ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د سوریې په کورنۍ جګړه کې شاوخوا ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره کسانو نورو هېوادونو لکه ترکیې، لبنان، اردن، جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عراق، کویت، کاناډا او نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.
د امن په لټه کې
هغه کسان چې جګړه یې پریښي او تښتیدلي، د خپل ژوند او خپلو ماشومانو له پاره د خوندي ځای په لټه کې له بیلا بيلو خطرونو سره مخ دي. د سوریې د کردي ماشوم «الان کردي»انځور چې په ۲۰۱۵ م کال کې د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوی وو، نړۍ سخته غمجمه کړه. هغه د سوریې د کورنۍ جګړې یو له هغو کډوالو څخه و چې جسد یې د ترکیې د بودرم سیند د اوبو څبو ساحل ته راوړی و.
جګړه؛ د پناه غوښتونکو دويم نسل
د عربو- اسرائيلو جګړې او په ګاونډیو هیوادونو لبنان او اردن کې د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو لسگونه کلونه تیر شوي دي. ډېر کډوال شته چې ماشومان یې د کډوالو په کمپونو کې زیږیدلي او لوی شوي دي. په اوس وخت کې د روهینګیا ماشومان چې له میانمار څخه شړل شوي او په بنګله دیش کې ژوند کوي او همدارنګه د سوريي ماشومان چې د ترکیې په کمپونو کې زیږیدلي دي، په ورته حالت کې دي.
له بشری حقونو سرغړونې
د پناه غوښتنې بل مهم عامل «له بشري حقونو څخه سرغړونه» ده. د ملګرو ملتونو په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۹۰۰ ملیونو څخه ډیر خلک په خپلو ټولنو کې له تبعیضي چلند سره مخامخ دي او ځورول کیږي. ځکه چې دوی له يوه ځانګړي توکم او يا مذهب سره تړاو او يا ځانګړي جنسي تمايل لري.
د پناه حق
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۱۴مه ماده وايي: «هرڅوک حق لري چې په نورو هېوادونو کې پناه واخلي تر څو له ځورونې او تعقيب څخه وژغورل شي.» د کډوالو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کنوانسیون او د سیاسي پناه په اړه د ۱۹۶۷ پروتوکول، د دغه تړون له مخې يو مهاجر هغه شخص دی چې د خپل هیواد له خاورې بهر د ځوریدو له ګواښه خوندي وي.
د ښه ژوند په لټه غير قانوني مهاجرت
په بې وزلۍ کې ژوند، بېکاري او د وضعیت د کيدو د لرليد نشتوالي په میلیونونو خلک دې ته اړ کړي چې د نړۍ نورو برخو لکه اروپا، شمالي امریکا او استرالیا ته په غير قانوني ډول مهاجرت وکړي. که څه هم دا کسان د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې کډوال نه ګڼل کیږي، خو دا په نړۍ کې د پناه غوښتنې د کټګورۍ بله برخه ده.
د پناه غوښتونکو کاروانونه
هره ورځ د متحده ایالاتو او مکسیکو ځمکنۍ پولې د مهاجرینو د کاروانونو د حرکت شاهدان دي چې د لاتین امریکا له نورو هیوادونو څخه تللي او متحده ایالاتو ته د ننوتلو اراده لري.
اغزنې کټارې او ديوال لرونکی سرحدونه
هغه ځوانان چې د کار او ښه راتلونکې په لټه کې امریکا ته د رسیدو له پاره سلګونه او ځینې وختونه زرګونه کیلومتره سفر کوي، له پولیسو، سرحدي دیوالونو، اغزن تارونو او تړلو پولو سره مخامخ کيږي.
په لیرې پرتو ټاپوګانو کې ځای پر ځای کول
د پناه غوښتونکو او مهاجرینو د شمیر په زیاتیدو سره چې په غير قانوني توګه هیواد ته داخلیږي، دې هیوادونو سخت تدابیر نیولي دي. په استرالیا کې، د مثال په توګه، کډوال لیرې پرتو ټاپوګانو او تړلو کمپونو ته لیږدول کیږي چې دا کار د سختو احتجاجونو باعث شوی دی.
د رد شويو پناه غوښتونکو اخراج
د پناه غوښتنې د قوانینو له سختېدو سره د هغو کسانو شمېر هم زیات شوی چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. په ځینو هیوادونو کې دا خلک زغمل کيږي او پاتيدو اجازه ترلاسه کوي خو ځینې نور هیوادونه یې بيا اخراجوي.
د اقلیم بدلون او د کډوالو د شمیر زیاتوالی
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ م کال کې اعلان وکړ چې د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي پیښو شمیر په دغه کال کې کال له ۱۶۵ څخه ۳۲۹ ته لوړ شوی. سېلابونو، ځمک ښویېدنې، وچکالۍ او د خوراکي توکو کمښت په میلیونونو خلک اړ کړي چې خپل استوګنځایونه پرېږدي او نورو سیمو ته پناه یوسي.