په هندوستان کي دوو جگو ودانیو ته ولي انفجار ورکړل سو؟
۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبهپرون شنبه ( دجنورۍ میاشتي ۱۱ مه) لومړی د دغه ایالت په بندري ښار کوشي کي د H20 Holy Faith په نامه یو ۱۹ منزله تعمیر او څو دقیقې وروسته د الفا سرینا جوړه برجونو درولودونکې ودانۍ ته انفجار ورکول سو.
داسي یو کار په هندوستان کي ډیر لږ واقع کیږي، چي د ساختماني مقرراتو خلاف تعمیرونه دي مجازات سي. خو په دغه قضیه کي د هندوستان ستري محکمې پروسږکال حکم صادر کړی ؤ، چي دغه تعمیرونه د ساحلې ساحې د ایکالوژیکي مقرراتو د ساتني پرخلاف جوړ سوي دي او د اقلیم له پاره ډیر لوی تاوان پيښوي.
دغي شخړي څو کلونه دوام وکړ. د دغو تعمیرونو اوسیدونکو ادعا کوله، چي خپلي ټولي سپمول سوي پیسې یې د اپارتمانو په رانیولو کي مصرف کړي دي. کله چي هغوی د دې سره مخالفت وکړ چي اپارتمانونه تخلیه او بل ځای ته ولاړ سي، نو چارواکو ورباندي برق او اوبه بندي کړې. مالکینو ته د جبران خسارې ورکولو شخړه به نوهم اوس څو کلونه دوام وکړي.
د کیراله ساحلي منطقې د ډیرو حساسو ایکالوژیکي سیسټمونو درلودونکي دي. سربیره پردې هلته اکثرأ د سختو څپو سره مل سیلابونه راځي. په ۲۰۱۸ م کال کي په کیراله کي د سختو سیلابونو له کبله تر ۴۰۰ اضافه کسان له منځه ولاړل.