په هند کي به ډیر ژر د مارانو نیول منع سي
په هند کي له پېړيو راهیسي د مارانو نیول رواج دی. خو دغه عنعنه کرار کرار د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ ده. ځکه له یوې خوا مارگیران (پاړو) لږ پیسې گټي او له بلي خوا حکومت هم د حیواناتو ساتلو ته ډیره پاملرنه کوي.
په هره مېله او بازار کي
پخوا به د مارانو د نیولو هنر د خوښۍ په هره مېله او هر بازار کي نندارې ته وړاندي کېدی. خو دغه کار اوس مخ پر کمېدو دی.
شېوا ته د درناوي له پاره
په هند کي مارگیران (باړو) ځانونه د «شېوا» په نامه د خپل خدای پلویان بولي. د شیوا پرغاړه هم يو کوبرا مار راگرځیدلی دی.
د مارد چیچلو پر وخت مرسته
پخوا به خلک د مارد چیچلو له امله باړوگانو ته ورتلل. نن ورځ هغوی ډاکټر ته مراجعه کوي، او هغه هم په دې صورت کی چي کوم ډاکټر ورته پیدا سي.
ټاټوبي ته ستنیدل
له څو مياشتني سفر وروسته يو پاړو (مار نيوونکی) خپل ټاټوبي «باغپور» ته چي د هند په شمالي ایالت اوتراپرادیش کي پروت دی، راستنیږي.
د پاړوگانو یو کلی
د باغ پور په کلي کي اوس هم زیاتره کسان د پخوانیو رواجونو پراساس ژوند کوي. هغوی په ورځ کي ۲۰۰ روپۍ چي د څه کم درو یورو معادل دي، پيدا لري. خو دغه پیسې د یوې کورنۍ د نفقې له پاره بسنه نه کوي.
له مارانو سره لوبي
د سباناري پروخت دغه نجلۍ له دوو مارانو سره لوبي کوي.هغوی په کوچنیوالي کی لا له مارانو سره عادت وي.
راتلونکی نسل
خو راتلونکی نسل وار په وار ډیر لږ له دغه هنر سره بلدتیا پیدا کوي. د ډیرو له پاره دا کار له موډه لویدلی دی. هغه نور له اوسنۍ عصري زمانې سره سر نه خوري.
د حیواناتو ساتنه
له ۱۹۹۱م کال راهیسی په هند کي د مارانو پرنیولو رسمي بندیز لگول سوی دی. خو تر اوسه پوري حکومت په دې نه دی توانیدلی چي نوموړی قانون په سمه توگه عملي کړي. اوس به په دې کار کي بدلون راسي او دا به د باغ پورد مار نيونکو (پاړوگانو) له پاره د مرگ په معنی وي.